ولایتي خبرونه:( میدان وردک، پکتیکا) د میدان وردګ د ولایت مقام د دفتر رئیس د یاد ولایت له زندانه لیدنه وکړله

news_admin
شنبه ۱۴۰۴/۶/۱ - ۸:۵۱
ولایتی

محترم مفتي محمد ضابط تېره ورځ په داسې حال کې، چې یو شمېر نورو سیمه یيزو مسوولینو یې ملتیا کوله د میدان وردګ ولایت له زندانه د لیدنې پرمهال، لومړی د نوموړي زندان له امر محترم مولوي محمد هاشم "حقاني" سره وکتل او پر ځینو اړوندو مسایلو یې خبرې اترې وکړې.

تر هغې وروسته د نوموړي ولایت د مقام د دفتر رئیس د یاد زندان له زندانیانو سره ولیدل او له هغوی یې وغوښتل، چې د زندان په ښوونیز او روزنیز بهیر کې پوره وڼده واخلي، څو  یې په خبره د پوهې د لوړتیا او د ذهني او فکري ارامتیا سبب شي.

داراز، مفتي محمد ضابط زیاته کړله: « د میدان وردګ ولایت زندان اوسمهال د شکنجې او تعذیب ځای نه، بلکې د اصلاح او بیا روزنې مرکز دی او ډاډه یم چې د دې ادارې اړوند نور زندانونه هم همدا ډول دي». 

همداشان، د میدان وردګ ولایت د زندان امر محترم مولوي محمد هاشم "حقاني" د یاد پلاوي له ورتګه د مننې ترڅنګ وویل، دوی د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ د جدي پاملرنې پر مټ د دې زندان زندانیانو ته د دیني او عصري علومو او کسب زده کړو ښې زمینې برابرې کړي دي، څو یې په وینا له بنده تر ازادېدو ورسته ټولنې او کورنۍ ته د سالمو او ګټورو وګړو په توګه خدمت وکړي.

 د یو بل خبر له مخې، د پکتیکا ولایت د زندان امر په مشرۍ پلاوي د یاد  ولایت د جانیخیلو ولسوالۍ  له توقیفخونې څخه لیدنه وکړله

 

د پکتیکا ولایت د زندان امر محترم مولوي احسان الله "صلاح الدین" په مشرۍ پلاوي د دې ولایت د جانیخیلو ولسوالۍ د توقیفخونې څخه د ليدنې ترڅنګ، له مسوولینو سره پر  اړوندو چارو خبرې وکړې.

داراز، پلاوي د نوموړي زندان له توقیفیانو سره په لیدنه کې د هغوی ستونزې او روا غوښتنې ترې له نږدې واورېدې او د حل په موخه یې ورته ‌ډاډ ورکړ.

همدا راز، نوموړي پلاوي د یادې توقیفخونې له مسوولینو سره په لیدنه کې د هغوی ښه خدمتونه وستایل او توقیفیانو سره پر ښه چلند یې ټینګار وکړ.

 

صفر المظفر ۲۹/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۰:۲
Background image

ولایتي خبرونه ( پکتیکا، غزني، پکتیا ) د پکتیکا ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز محجوزینو  لپاره یو مجهز کمپیوټر لب جوړ شو

د پکتیکا ولایت زندان مسوولینو په وینا، د محجوزینو د ښې روزنې لپاره یو مجهز کمپیوټر لب د دې ولایت د کډوالو او رستنېدونکو او کار ټولنیزو چارو رئیسانو په حضور کې ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۹
Background image

لوګر ولايت په زندان کې د ۲۵۰ تنو زندانیانو ترمنځ د دیني او علمي سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول

 

د لوګر ولایت د زندان امر محترم مولوي حمیدالله "حیدري " وویل، په دې زندان کې د ۲۵۰ تنو بندیانو ترمنځ د دیني او علمي سیالۍ پایلې اعلان او مخکښ ګډونوال یې د یو شمېر مسؤلینو په حضور کې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۹:۲۰
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې پلاوي د ارزګان ولایت د زندان نوي بلاک د رغنیزو چارو او روغتون څخه لیدنه وکړله

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د تعمیراتو رئیس محترم حاجي ملا عبدالله "بلال " او د دې ادارې د روغتیا رئیس په ګډون پلاوي د ارزګان ولایت زندان ته سفر وکړ او هلته یې د نوي بلاک د رغنیزو. . .

BACK TO NEWS