د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس په کابل کې د یوناما دفتر له مشرې  سره تودیعي ناسته ترسره کړله

news_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۷ - ۱۴:۴۴
یونما

د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمد یوسف "مستري" په داسې حال کې چې د دې ادارې یو شمېر رئیسانو او مسوولینو هم شتون درلود، د افغانستان لپاره د یوناما له مشرې مېرمن روزا اوتنبایوا او مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.

په دې لیدنه کې، دواړو لورو د زندانیانو د وضعیت، هغوی د حقونو خوندیتوب، اصلاح او روزنیزو پروګرامونو او نړیوالو همکاریو د دوام په اړه خبرې اترې وکړې.

د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمدیوسف "مستري" د مېرمن اوتنبایوا په مشرۍ پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ په افغانستان کې د هغې ماموریت بریالی یاد کړ او زیاته کړله چې نوموړې په خپل درې کلن ماموریت کې د زندانونو چارو سمون سره په بیلابیلو برخو کې همکاري کړې.

محترم الحاج مولوي محمدیوسف مستري د یوناما مشرې میرمن روزا اوتنبایوا او د هغې کاري ټیم څخه د مننې ترڅنګ وویل  « سره د دې چې د یوناما د دفتر او نور مرستندویه همکار بنسټونه د زندانونو چارو د سمون ادارې مربوط د مرکز او ولایتونو زندانونو سره په بېلابېلو برخو کې همکاري لري، خو موږ هیله لرو چې د مرستو دا لړۍ لا نوره هم وغځېږي او دوام ومومي».

داراز، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې مېرمن روزا اوتنبایوا په کونړ کې د وروستۍ زلزلې قربانیانو په اړه د خواخوږۍ او غمشریکۍ مراتب وړاندې کړل.

همداراز، میرمن اوتنبایوا زندانیانو ته د ښو خدمتونو وړاندې کولو او د هغوی حقونو په خوندي کولو کې د زندانونو چارو د سمون ادارې هڅې وستایلې او ډاډ یې ورکړ چې یوناما به د تیر په څیر نوموړې ادارې سره خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکوي.

د افغانستان لپاره د یوناما دفتر مشرې مېرمن روزا اوتنبایوا د زندانونو چارو د سمون ادارې له رهبرۍ څخه د خوښۍ په څرګندولو وویل، دې ادارې تل نړۍوالو همکارو بنسټونو ته له زندانونو څخه د کتنې او ارزونې زمینه برابرې کړې او له نېکه مرغه نوموړو بنسټونو هم د زندانیانو وضعیت له نږدې ارزولې او ډاډمن شوي دي، نوموړې د زندانونو چارو د سمون ادارې مسوولینو ته ډاډ ورکړ چې زندانیانو ته ترسره شوي خدمتونه به نړیوالو سازمانونو او رسنیو سره شریک کړي.

 

ربیع الاول ۱۵/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۰:۲
Background image

ولایتي خبرونه ( پکتیکا، غزني، پکتیا ) د پکتیکا ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز محجوزینو  لپاره یو مجهز کمپیوټر لب جوړ شو

د پکتیکا ولایت زندان مسوولینو په وینا، د محجوزینو د ښې روزنې لپاره یو مجهز کمپیوټر لب د دې ولایت د کډوالو او رستنېدونکو او کار ټولنیزو چارو رئیسانو په حضور کې ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۹
Background image

لوګر ولايت په زندان کې د ۲۵۰ تنو زندانیانو ترمنځ د دیني او علمي سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول

 

د لوګر ولایت د زندان امر محترم مولوي حمیدالله "حیدري " وویل، په دې زندان کې د ۲۵۰ تنو بندیانو ترمنځ د دیني او علمي سیالۍ پایلې اعلان او مخکښ ګډونوال یې د یو شمېر مسؤلینو په حضور کې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۹:۲۰
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې پلاوي د ارزګان ولایت د زندان نوي بلاک د رغنیزو چارو او روغتون څخه لیدنه وکړله

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د تعمیراتو رئیس محترم حاجي ملا عبدالله "بلال " او د دې ادارې د روغتیا رئیس په ګډون پلاوي د ارزګان ولایت زندان ته سفر وکړ او هلته یې د نوي بلاک د رغنیزو. . .

BACK TO NEWS