د بلخ ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز محجوزینو ته د موبایل جوړونې شاپ پرانېستل شو

news_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۴:۳۸
Balkh

دغه شاپ چې د یاد زندان د مسوولینو په هڅو او د رفاه پراختیا خدماتو موسسې له لورې جوړ شوی، د یاد مرکز محجوزینو ته به د تجربه لرونکو استادانو له لورې د موبایل ترمیمولو زده کړه ورکړل شي.

په دې اړه جوړ شویو مراسمو کې، د بلخ ولایت د زندان رئیس محترم مولوي کمال الدین "زاهد" د نوموړې موسسې د مسوولینو له مرستو څخه په مننې، د حرفوي زده کړو د ارزښت په هکله خبرې وکړې او د روزنيزو برنامو پلي کېدل یې د محجوزینو په روزنه کې خورا اړین او ګټور وګڼل او د یادې موسسې  څخه د ورته نورو ښوونيزو او روزنيزو برنامو جوړولو غوښتنه وکړه.

په ورته وخت کې، د رفاه پراختیا خدماتو موسسې مسوولینو ژمنه وکړه، چې په راتلونکې کې به هم خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

 

رجب المرجب ۲۲/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۰:۲
Background image

ولایتي خبرونه ( پکتیکا، غزني، پکتیا ) د پکتیکا ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز محجوزینو  لپاره یو مجهز کمپیوټر لب جوړ شو

د پکتیکا ولایت زندان مسوولینو په وینا، د محجوزینو د ښې روزنې لپاره یو مجهز کمپیوټر لب د دې ولایت د کډوالو او رستنېدونکو او کار ټولنیزو چارو رئیسانو په حضور کې ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۹
Background image

لوګر ولايت په زندان کې د ۲۵۰ تنو زندانیانو ترمنځ د دیني او علمي سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول

 

د لوګر ولایت د زندان امر محترم مولوي حمیدالله "حیدري " وویل، په دې زندان کې د ۲۵۰ تنو بندیانو ترمنځ د دیني او علمي سیالۍ پایلې اعلان او مخکښ ګډونوال یې د یو شمېر مسؤلینو په حضور کې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۹:۲۰
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې پلاوي د ارزګان ولایت د زندان نوي بلاک د رغنیزو چارو او روغتون څخه لیدنه وکړله

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د تعمیراتو رئیس محترم حاجي ملا عبدالله "بلال " او د دې ادارې د روغتیا رئیس په ګډون پلاوي د ارزګان ولایت زندان ته سفر وکړ او هلته یې د نوي بلاک د رغنیزو. . .

BACK TO NEWS