د زندانونو چارو د سمون ادارې او د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت د استازو ترمنځ د یادې ادارې د چارو او د زندانیانو معلوماتي سیستم په اړه ناسته ترسره شوه

news_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۵ - ۱۳:۸
تکنالوژی

په ناسته کې، د زندانونو چارو د سمون ادارې د مقام دفتر رئیس محترم قاري رحمت الله "ګلزاد" او د نوموړې ادارې یو شمېر رئیسانو هم شتون درلود، د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت له استازو سره په ګډه همکارۍ د زندانیانو اړوند معلوماتي سیستم په اړه بحث او خبرې اترې وشوې.

د مسوولینو په وینا؛ یاد معلوماتي سیستم کې به د زندانیانو د منلو، د محاکمو څرنګوالي، د هغوی د جرم بڼې او د هغوي ټول اړوند معلومات به ثبت او ولیکل شي چې په دې سره به د خدماتو کیفیت لوړ او د مراجعینو ستونزې به ژر حل شي.

په پای کې، د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت څخه راغلو استازو له خوا  د یاد معلوماتي سیستم په جوړولو کې د همکارۍ ډاډ ورکړل شو.

 

رمضان المبارک ۰۷/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت‌

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۰:۲
Background image

ولایتي خبرونه ( پکتیکا، غزني، پکتیا ) د پکتیکا ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز محجوزینو  لپاره یو مجهز کمپیوټر لب جوړ شو

د پکتیکا ولایت زندان مسوولینو په وینا، د محجوزینو د ښې روزنې لپاره یو مجهز کمپیوټر لب د دې ولایت د کډوالو او رستنېدونکو او کار ټولنیزو چارو رئیسانو په حضور کې ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۹
Background image

لوګر ولايت په زندان کې د ۲۵۰ تنو زندانیانو ترمنځ د دیني او علمي سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول

 

د لوګر ولایت د زندان امر محترم مولوي حمیدالله "حیدري " وویل، په دې زندان کې د ۲۵۰ تنو بندیانو ترمنځ د دیني او علمي سیالۍ پایلې اعلان او مخکښ ګډونوال یې د یو شمېر مسؤلینو په حضور کې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۹:۲۰
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې پلاوي د ارزګان ولایت د زندان نوي بلاک د رغنیزو چارو او روغتون څخه لیدنه وکړله

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د تعمیراتو رئیس محترم حاجي ملا عبدالله "بلال " او د دې ادارې د روغتیا رئیس په ګډون پلاوي د ارزګان ولایت زندان ته سفر وکړ او هلته یې د نوي بلاک د رغنیزو. . .

BACK TO NEWS