د زندانونو چارو د سمون ادارې د ازادۍ پر سلب ځایونو د څارنې نوى رئیس په دنده وګومارل شو

news_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۰:۳۰
معرفی

د ا.ا.ا. امیرالمؤمنین شیخ القرآن والحدیث محترم مولوي هبة الله "اخندزاده" (حفظه الله) د حکم پر اساس محترم مولوي محمد عمر "مخلص" د یادې ادارې د ازادۍ پر سلب ځایونو د څارنې د نوي رئیس په توګه پر دنده وګومارل شو.

په دې اړه په جوړو شویو مراسمو کې، د ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم قاري محمد بلال "فاتح" په داسې حال کې، چې د دغې ادارې مالي او اداري عمومي رئیس محترم مولوي عبدالهادي"مالي اخندزاده"، د مقام دفتر رئیس محترم قاري رحمت الله"ګلزاد"، د پلان او پالېسۍ رئیس محترم عبد الفتاح "فاتح"، د ننګرهار ولایت د زندان رئیس محترم مولوي سهیل "سعید" او یو شمېر نورو مسوولینو هم شتون درلود، محترم مولوي محمد عمر "مخلص"  د ازادۍ پر سلب ځایونو د څارنې نوي رئیس په توګه د نوموړي ریاست کارکوونکو ته وپېژندل شوو.

داراز، د ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال د خبرو پرمهال، له پخواني رئیس څخه مننه وکړله، او د هغه تېر خدمتونه او لاسته راوړنې یې وستایلې او نوي رئیس ته د مبارکۍ ویلو ترڅنګ ترې وغوښتل چې په اړوندو چارو کې له یو بل سره پوره همغږۍ او همکارۍ په درلودلو سره د چارو د پرمخ وړلو لپاره نه ستړې کېدونکو هلوځلو ته دوام ورکړي.

په پای کې، د ازادۍ پر سلب ځایونو د څارنې نوي رئیس محترم مولوي محمد عمر "مخلص" ا.ا.ا.  له رهبرۍ څخه پر هغه د باور  کولو د مننې ترڅنګ، ژمنه یې وکړله، چې د ادارې له لوري ورسپارل شوي مسولیتونه به په پوره رېښتینولۍ سره ترسره او د یاد ریاست د چارو د لا ښه کیدو په موخه به نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کوي.

 

رمضان المبارک ۲۰/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت‌

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۰:۲
Background image

ولایتي خبرونه ( پکتیکا، غزني، پکتیا ) د پکتیکا ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز محجوزینو  لپاره یو مجهز کمپیوټر لب جوړ شو

د پکتیکا ولایت زندان مسوولینو په وینا، د محجوزینو د ښې روزنې لپاره یو مجهز کمپیوټر لب د دې ولایت د کډوالو او رستنېدونکو او کار ټولنیزو چارو رئیسانو په حضور کې ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۹
Background image

لوګر ولايت په زندان کې د ۲۵۰ تنو زندانیانو ترمنځ د دیني او علمي سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول

 

د لوګر ولایت د زندان امر محترم مولوي حمیدالله "حیدري " وویل، په دې زندان کې د ۲۵۰ تنو بندیانو ترمنځ د دیني او علمي سیالۍ پایلې اعلان او مخکښ ګډونوال یې د یو شمېر مسؤلینو په حضور کې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۹:۲۰
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې پلاوي د ارزګان ولایت د زندان نوي بلاک د رغنیزو چارو او روغتون څخه لیدنه وکړله

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د تعمیراتو رئیس محترم حاجي ملا عبدالله "بلال " او د دې ادارې د روغتیا رئیس په ګډون پلاوي د ارزګان ولایت زندان ته سفر وکړ او هلته یې د نوي بلاک د رغنیزو. . .

BACK TO NEWS