ولایتي خبر: (پکتیا) د پکتیا ولایت د زندان نظامي مسوولینو او پرسونل ته د ظرفیت لوړونې په موخه پنځلس ورځینی سمینار پیل شو

news_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۹:۲۲
پکتیا


داراز، د پکتیا زندان د رئیس محترم قاري عبد الغني "عادل" په وینا، دغه سمینار کې ګډونوالو ته د تجربه لرونکو استادانو له لورې به د دیني لارښوونو، نظامي اوصولو، اداري چارو، انضباط او مسلکي پرمختګ په اړه هر اړخیر معلومات ورکړل شي.
همداشان، د سمینار ګډونوالو دا ډول روزنیزو برنامو جوړولو څخه خوښي وښوده او وویل؛ دا برنامې دوی سره مرسته کوي څو چارې او مسوولیتونه په ښه توګه ترسره او په ژوند کې یې مثبت بدلون رامنځ ته شي.


ذوالقعده ۱۸/ ۱۴۴۷
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۴:۸
Background image

ولایتي خبر: (نورستان) د نورستان ولایت د زندان ملکي  او اداري کارکوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې په موخه یو ورځینی سمینار پای ته ورسېده

د نورستان ولایت د زندان امر محترم مولوي عبیدالله "عباد" په وینا، یاد سمینار چې د نوموړي زندان د تجربه لرونکو ښوونکو له خوا پیل شوی وو، د دې ولایت د زندان ملکي او نظامي کارکوونکو ته د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۵:۴۲
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د کابل او (۳۳) ولایتونو د زندانونو رئیسانو، مرستیالانو او امرینو ته د زندانونو د رهبرۍ، اداري نظم او د زندانیانو د سالمې ساتنې په موخه (۱۵) ورځینی سمینار پیل شو

د زندانونو چارو د تنظیم  ادارې د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم "طارق" په داسې حال کې، چې دغې ادارې د مالي او اداري عمومي رئیس محترم مولوي عبدالهادي "مالي اخندزاده". . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۵۶
Background image

د کندز ولایت په زندان کې (۱۲۷) تنه زندانیان د محمدیه دارالعلوم له مدرسې څخه د قران کریم حفظ او ناظرې، نوراني قاعدې، او کسب زده کړو له روزنېزو برنامو څخه فارغ شول

د نوموړي زندان مسوولینو د یادې دورې محبوسینو او محجوزینو  فراغتغونډې ته د خپلو خبرو پرمهال په داسې حال کې، چې د یاد ولایت والي محترم مولوي نصر الله "مطیع"، د زندانونو چارو د تنظیم ادارې. . .

BACK TO NEWS