د زندانونو چارو د سمون ادارې د اقتصادي برنامو رئیس او د عامې روغتیا محترم وزارت استازي د کندهار د مرکزي زندان له رئیس سره وکتل

news_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۷/۱۲ - ۱۵:۳۰
اقتصادی

د دغې ادارې‎ د اقتصادي برنامو رئیس محترم ډاکټرسیداحمد "اسحاقزي" او د عامې روغتیا محترم وزارت له خوا په روغتیايي برخه کې د هېواد د زندانونو لپاره استازي ډاکټر فهیم "پیغام" کندهار ته د خپل سفر په ترڅ کې، د دې ولایت د مرکزي زندان له رئیس ملا نعمت‌ الله "سراجي" سره په دغې کتنه کې، د یاد زندان ټولو زندانیانو او په نشه‌ یي توکو د روږدو کسانو د درملنې په هکله هراړخیزه بحث او د هغوی د ښې روغتیا په هکله لازمې پرېکړې وشوې.
په ورته وخت کې، د کندهار ولایت د مرکزي زندان رئیس محترم ملا نعمت‌ الله "سراجي" ډاډ ور کړ، چي په دغه زندان کې د روږدو کسانو د ښې درملنې په موخه د روغتیا په برخه کې د ملي او نړیوالو ارګانونو سره په همغږۍ به ښه او ګټوره تګلاره جوړه او پرمټ به یې روږدو کسانو ته مناسب روغتیایي خدمتونه وړاندې کړي.
د یادولو وړ بولو، چې د هېواد د ټولو زندانونو په روغتیايي مرکزونو کې د تېر شاوخوا یوه کال په موده کې د نشه يي توکو له روږدتیا څخه د خلاصون لپاره زرګونه تنه معتادینو روغتیا ترلاسه او له خپلو کورنیو سره د سالمو وګړو په توګه یوځای شوي دي.

ربېع الاول- ۸/ ۱۴۴۴
د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۹:۵۰
Background image

ولایتي خبرونه: (بلخ، کندهار، کونړ، پکتیا) د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د بلخ ولایت د زندان (۱۵۶۴) تنو زندانیانو سره د روغتیایي کېټونو او ژمنیو توکو مرسته وکړله

د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست سره په همغږۍ د یاد ولایت د زندان (۱۵۶۴)تنو زندانیانو لپاره د روغتیایي کېټونو او د اړتیا. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۹:۲۱
Background image

د پکتیا ولایت د زندان رئیس د پکتیکا ولایت د زندان څخه لیدنه وکړله

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د رهبرۍ د لارښوونې پر بنسټ د پکتیا ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" د پکتیکا ولایت د زندان امر محترم مولوي احسان الله "صلاح الدین" سره ولیدل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۰:۲
Background image

ولایتي خبرونه ( پکتیکا، غزني، پکتیا ) د پکتیکا ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز محجوزینو  لپاره یو مجهز کمپیوټر لب جوړ شو

د پکتیکا ولایت زندان مسوولینو په وینا، د محجوزینو د ښې روزنې لپاره یو مجهز کمپیوټر لب د دې ولایت د کډوالو او رستنېدونکو او کار ټولنیزو چارو رئیسانو په حضور کې ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.. . .

BACK TO NEWS