د فراه ولایت د زندان د مسوولینو او بندیانو ترمنځ د همغږۍ لپاره دوه ورځینی سیمینار جوړ شو

news_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۷/۲۵ - ۱۵:۳۶
فراه

په دې سیمینار کې، چې نن(دوشنبې) پیل شو او دوه ورځې به دوام وکړي، د نوموړي زندان مدیر، د تعمیراتو، خدماتو او لوژېستیک برخو مسوولینو او د زندان د درېګونو بلاکونو د بندیانو په استازیتوب ۶ تنو بندیانو په کې ګډون کړی دی.
په دغه سیمینار کې بندیانو ته لارښوونه کېږي، چې په تعمیراتي، خدماتي او برېښنا برخو کې د اړتیا په صورت کې اړوندو مسوولینو ته پروخت خبر ورکړي او مسوولینو ته دا سپارښتنه کېږي، څو په نوموړو برخو کې د اړتیا پېښېدو او خبرېدو سره سم اقدام وکړي.
د یادونې وړ بولو، چې د فراه ولایت د زندان مسوولین به په مربوطه برخو کې مالي لګښت د یاد ولایت لپاره د سره صلیب نړیوالې کمېټې له دفتر څخه ترلاسه کوي.

ربېع الاول- ۲۱/ ۱۴۴۴
د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۲ - ۹:۴۹
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال په مشرۍ پلاوي د بدخشان ولایت له زندانه لیدنه وکړله

د دې ادارې د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" په داسې حال کې چې د نظامي معاونیت د ارکان رئیس محترم پاسوال الحاج اسدالله"مولانا"، د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۱۵:۳۰
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي مرستیال په مشرۍ یوه پلاوي د تخار ولایت له زندانه ارزونه وکړله

محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" په داسې حال کې چې د نظامي معاونیت د ارکان رئیس محترم پاسوال الحاج اسدالله"مولانا"، د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي نظر محمد "ناصري"، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۱۴:۴۸
Background image

د پروان ولایت په زندان کې د پرسونل او زندانیانو ترمنځ د سیرت النبي(صلی الله علیه وسلم) سیالۍ پای ته ورسېده

ولایتي خبرونه(پروان، ارزګان، پکتیکا)

 

د پروان ولایت د زندان رئیس محترم مولوي عبد الرحیم "احمد" په وینا د دې ولایت په زندان کې د (۱۵۰)تنو  زندانیانو ترمنځ د سیرت النبي (صلی الله علیه. . .

BACK TO NEWS