د کونړ ولایت د پینځه ګونو توقیفخونو امرینو او یو شمیر پرسونل په ګډون ۱۷ تنو ته د مسلکي زده کړو۳ ورځینی سیمینار پایته ورسېد

news_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۸/۴ - ۱۲:۴
سیمینار توقیف
یاد سیمینار چې د دغه ولایت د زندان د امر محترم قاري فرهاد"نسیمي" په سپارښتنه درې ورځې وړاندې جوړ شوی و، پرون د یو لړ مراسمو په ترڅ پایته ورسېد. په دې سیمینار کې د کونړ ولایت د پنځه ګونو توقیفخونو امرینو او یو شمېر پرسونل ته له تورنو کسانو سره د ښه چلند په برخه کې، مسلکي زده کړې ورکړل شوې. د دغه ولایت د زندان امر محترم قاري فرهاد"نسیمي" د یادو مراسمو پر مهال په خپلو خبرو کې د سیمینار ګډونوالو ته د فراغت د مبارکۍ تر څنګ ترې وغوښتل، څو زده کړي مسایل په پوره او ښه توګه اړوندو سپارل شویو چارو کې عملي کړي. د نوموړي سیمینار ګډونوالو هم د دې مراسمو په پای کې، د فراغت د تصدیق پاڼو په ترلاسه کول سره ژمنه وکړه، چې دوی به له تورنو سره د چلند په هکله د سیمینار له ښوونکو څخه د زده کړو مسایلو پرمټ تورنو ته لا نورې اسانتیاوې برابرې کړي. ربېع الاول- ۲۹/ ۱۴۴۴ د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۹:۵۰
Background image

ولایتي خبرونه: (بلخ، کندهار، کونړ، پکتیا) د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د بلخ ولایت د زندان (۱۵۶۴) تنو زندانیانو سره د روغتیایي کېټونو او ژمنیو توکو مرسته وکړله

د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست سره په همغږۍ د یاد ولایت د زندان (۱۵۶۴)تنو زندانیانو لپاره د روغتیایي کېټونو او د اړتیا. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۹:۲۱
Background image

د پکتیا ولایت د زندان رئیس د پکتیکا ولایت د زندان څخه لیدنه وکړله

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د رهبرۍ د لارښوونې پر بنسټ د پکتیا ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" د پکتیکا ولایت د زندان امر محترم مولوي احسان الله "صلاح الدین" سره ولیدل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۰:۲
Background image

ولایتي خبرونه ( پکتیکا، غزني، پکتیا ) د پکتیکا ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز محجوزینو  لپاره یو مجهز کمپیوټر لب جوړ شو

د پکتیکا ولایت زندان مسوولینو په وینا، د محجوزینو د ښې روزنې لپاره یو مجهز کمپیوټر لب د دې ولایت د کډوالو او رستنېدونکو او کار ټولنیزو چارو رئیسانو په حضور کې ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.. . .

BACK TO NEWS