د زندانونو چارو د سمون ادارې رهبرۍ پلاوي د کونړ ولایت له زندانه لیدنه وکړه

news_admin
شنبه ۱۴۰۱/۸/۲۱ - ۱۱:۲
کنر

د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمد یوسف "مستري" په مشرۍ او د مقام د سلاکار محترم مولوي اسدالله "مولانا"، د مقام د دفتر رئیس محترم عبيدالله "اخلاص"، د ارشاد او دعوت رئیس محترم مولوي صديق الله "صديقي" او د ښوونې او روزنې رئیس محترم مولوي عبدالوارث "سادات" په ملتیا یو لوړپوړی پلاوی، نن(جمعه) کونړ ولایت ته په رسمي سفر ولاړ او د دغه ولایت د زندان له مسوولینو او پرسونل سره یې پر اړوندو مسایلو خبرې اترې وکړې.
دغه راز، پلاوي د نوموړي ولايت د يو شمېر مسوولينو او پرسونل چارې وارزولې او د لاښه والي لپاره يې ورته لازمې لارښوونې وکړې.
همداشان، ياد پلاوي د کونړ ولايت د زندان له بېلابېلو برخو د ارزولو پرمهال د دې زندان له بنديانو سره هم وکتل، د هغوی خبرې، ستونزې او غوښتنې يې واورېدلې او د قانون او اصولو په چوکاټ کې يې ورته د رسېدنې ژمنه وکړه.
د محترم مستري په مشرۍ د رهبرۍ پلاوي غړو، په دغه زندان کې د ښوونیزو، روزنيزو، دعوت او ارشاد او نورو اصلاحي پروګرامونو  بهیر له نږدې وارزاوه او مسوولین یې په دې برخو کې د پاملرنې زیاتولو ترڅنګ، د بندیانو د اعاشې، صحت او نور بشري او اسلامي حقونو رعایتولو ته ځير کړل.
د زندانونو چارو د سمون ادارې رهبري او مسوولین تل کوښښ کوي، چې د هېواد له ټولو ازادۍ سلب مرکزونو څخه لیدنه وکړي، وضعیت، ستونزوې او چارې یې وارزوي او د ښه والي او رسېدنې لپاره ورته لازمې حللارې پیدا او عملي کړي.

ربېع الثاني ۱۶/ ۱۴۴۴
د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۹:۵۰
Background image

ولایتي خبرونه: (بلخ، کندهار، کونړ، پکتیا) د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د بلخ ولایت د زندان (۱۵۶۴) تنو زندانیانو سره د روغتیایي کېټونو او ژمنیو توکو مرسته وکړله

د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست سره په همغږۍ د یاد ولایت د زندان (۱۵۶۴)تنو زندانیانو لپاره د روغتیایي کېټونو او د اړتیا. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۹:۲۱
Background image

د پکتیا ولایت د زندان رئیس د پکتیکا ولایت د زندان څخه لیدنه وکړله

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د رهبرۍ د لارښوونې پر بنسټ د پکتیا ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" د پکتیکا ولایت د زندان امر محترم مولوي احسان الله "صلاح الدین" سره ولیدل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۰:۲
Background image

ولایتي خبرونه ( پکتیکا، غزني، پکتیا ) د پکتیکا ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز محجوزینو  لپاره یو مجهز کمپیوټر لب جوړ شو

د پکتیکا ولایت زندان مسوولینو په وینا، د محجوزینو د ښې روزنې لپاره یو مجهز کمپیوټر لب د دې ولایت د کډوالو او رستنېدونکو او کار ټولنیزو چارو رئیسانو په حضور کې ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.. . .

BACK TO NEWS