د زندانونو چارو د سمون ادارې یوه پلاوي د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې له مرکزه لیدنه وکړه

news_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۲/۲۷ - ۱۳:۴۸
خبر

د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمد یوسف "مستري" په لارښونه د یادې ادارې د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي عبدالوارث "سادات"، د ارشاد او دعوت رئیس محترم مولوي صدیق الله "صدیقي" او د ادارې یو شمېر نورو مسوولینو په ګډون یوه پلاوي، د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز څخه د لیدنې پرمهال په یاد مرکز کې له مسوولينو او کارکوونکو سره وکتل او هغوی ورته له خپله اړخه د دې مرکز او محجوزینو لپاره د برابرو شویو امکاناتو، مرستو او وړاندې شویو خدمتونو په اړه لازم معلومات ورکړل.
نوموړي پلاوي د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز له دیني او عصري زده کړو د لیدنې تر څنګ یې د نوموړي مرکز ټولې ښوونیزې چارې و ارزولې او د یاد مرکز ښوونکو ته یې سپارښتنه وکړه چې د دې مرکز د زده کوونکو لپار د زده کړو ښه زمینه برابره درسې مواد ورته په وخت چمتو او ستونزو ته یې رسېدنه وکړي.
داراز پلاوي د یاد مرکز له پخلنځي هم لیدنه وکړه او مربوطه مسوولینو ته یې د خوړو د پاکوالي او نظافت په پام کې نیولو لپاره لازمې سپارښتنې وکړې.
همداشان، د زندانونو چارو د سمون ادارې  د ښوونې بیا روزنې رئیس او مل پلاوي یې د نوموړي مرکز له محجوزینو سره له نږدې ولیدل، د هغوی ستونزې او غوښتنې یې واورېدې او د رسېدنې په موخه یې د مرکز مسوولین متوجه کړل.
همدارنګه، پلاوي د دې مرکز له امنیتي ټاورونو او د محجوزینو ماشومانو د لوبو له ځایه د لیدنې تر څنګ د بریښنا، د موبایل، بوټ جوړونې او خیاطۍ له ټاپونو هم لیدنه وکړه د محجوزینو د زده کړو او د ښو لاسته روړنو د ستاینې ترڅنګ، مسوولینو ته یې د یادو ماشومانو لپاره د ښې او خوندي فضا د رامنځته کولو په هکله لازمې لارښوونې وکړې.

شوال المکرم ۲۷/ ۱۴۴۴
د مقام د دفتر ریاست    
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۵:۰
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د رهبرۍ په وړاندیز او د ا.ا.ا د ریاست الوزراء عالي مقام په منظورۍ د غزني ولایت د زندان لپاره نوي رئیس په دنده وګومارل شو.

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم "طارق" له لوري د غزني ولایت زندان لپاره محترم مولوي خالقداد "رحمت" د نوي رئیس په توګه د یاد زندان. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۴:۱۵
Background image

د ریاست الوزراء عالي مقام د اداري مرستیال په مشرۍ د تشکیلاتو او معاشونو د تنظیم کمېسیون د څرخي پله ښځینه محبس او د کابل ولایت مرکزي توقیفخونې وضعیت وارزاوه

د ا.ا.ا. د ریاست الوزراء عالي مقام اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام "حنفي" په مشرۍ د تشکیلاتو او معاشونو د تنظیم کمېسیون په داسې حال کې، چې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې عمومي رئیس. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۱:۵۸
Background image

 د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز نوی نظامي مدیر پرسونل ته معرفي شو

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې اړوند د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز لپاره نوی نظامي مدیر محترم مولوي عبدالباري "جهادي" د څرخي پله مرکزي زندان د امنیتي قطعې قوماندان محترم. . .

BACK TO NEWS