د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال او مل پلاوي يې د ادارې تدارکاتي چارې وارزولې

news_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۶ - ۱۴:۲۶
تدارکات

د محترم قاري عبدالله "همدرد" په مشرۍ او د يادې ادارې د مالي او اداري عمومي رئیس محترم مولوي عبدالهادي مالي "اخندزاده"، د کشف او اوپراتیفي رئیس محترم مولوي عطامحمد "محمد" او د پالېسۍ او مسلکي چارو معاونیت د دفتر امر محترم خلیل الله "بکتاش" په ګډون یوه پلاوي، د رهبرۍ د وروستۍغونډې د پرېکړې پر بنسټ د مرکزي ریاستونو د چارو د ارزونې په لړ کې نن(يکشنبې) لومړی د زندانونو چارو د سمون ادارې د تدارکاتو له رئیس محترم میرمحمد مجدود"چکري" او کارکونکو سره يې وليدل. پلاوي په دې لیدنه کې د هغوی د کړنو او لاسته راوړنو په تړاو معلومات ترلاسه او د نوموړي رياست لاسته راوړنې یې وستایلې.   
په ورته وخت کې، د ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم قاري عبدالله "همدرد" د ياد ریاست مسولینو ته په خبرو کې وویل:«د یوې ادارې د کارکونکو کامیابي په خپله د ادارې کامیابي ده، نو لازمه ده چې خپل مسوولیتونه پروخت او ښه ډول مخته یوسئ».
همدا شان، محترم قاري عبدالله "همدرد" زیاته کړه چې د ادارو مسوولین کولی شي خپلې ستونزې او غوښتنې په شفاهي او کتبي ډول ورسره شریکې کړي، چې په خبره يې د دې کار لپاره د شکایاتو صندوق هم نصب شوی، څو د ادارې ټول پرسونل خپلې روا غوښتنې د دغې صندوق له لارې شريکې کړي.
د ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال په وينا، د شکاياتو د صندوق له نصبولو څخه هدف د چارو ښه پرمخ وړل، د اصلاحاتو راوستل او د ادارې پرسونل او مسوولينو خبرو، وړانديزونو او شکايتونو ته ارزښت ورکول دي.

ربېع الاول ۲۳/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست 
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۹:۵۰
Background image

ولایتي خبرونه: (بلخ، کندهار، کونړ، پکتیا) د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د بلخ ولایت د زندان (۱۵۶۴) تنو زندانیانو سره د روغتیایي کېټونو او ژمنیو توکو مرسته وکړله

د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست سره په همغږۍ د یاد ولایت د زندان (۱۵۶۴)تنو زندانیانو لپاره د روغتیایي کېټونو او د اړتیا. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۹:۲۱
Background image

د پکتیا ولایت د زندان رئیس د پکتیکا ولایت د زندان څخه لیدنه وکړله

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د رهبرۍ د لارښوونې پر بنسټ د پکتیا ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" د پکتیکا ولایت د زندان امر محترم مولوي احسان الله "صلاح الدین" سره ولیدل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۰:۲
Background image

ولایتي خبرونه ( پکتیکا، غزني، پکتیا ) د پکتیکا ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز محجوزینو  لپاره یو مجهز کمپیوټر لب جوړ شو

د پکتیکا ولایت زندان مسوولینو په وینا، د محجوزینو د ښې روزنې لپاره یو مجهز کمپیوټر لب د دې ولایت د کډوالو او رستنېدونکو او کار ټولنیزو چارو رئیسانو په حضور کې ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.. . .

BACK TO NEWS