د ا.ا.ا. د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او څارنې لوی رياست يوه پلاوي د غزني ولايت له زندان لیدنه وکړه

news_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۲/۱۱ - ۱۵:۲۷
غزنی 1

د نوموړي رياست د رئیس محترم مولوي خالد په مشرۍ يوه پلاوي د غزني ولایت له زندانه لیدنه وکړه او د دې زندان له رئیس محترم مولوي محمدهاشم "حقاني" او یو شمېر مسوولینو سره يې د ا.ا.ا. عاليقدر مشرتابه له خوا د زندانیانو د سزا د عفوې او تخفیف اړوند فرمانونو د تعقیب او پلي کولو په هکله خبرې اترې وکړې. همداشان، پلاوي د غزني ولایت له زندانه د لیدنې پرمهال په دغه زندان کې د یادو فرمانونو د پلي کولو د ارزونې ترڅنګ، د خوشې شویو زندانیانو دوسیې هم وڅېړلې او د هغو له شفافیت څخه یې ډاډ ترلاسه کړ. په ورته وخت کې، د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او څارنې د رئیس محترم مولوي خالد په مشرۍ غزني ته تللي پلاوي د یاد ولایت د زندان له مسوولینو څخه مننه وکړه، چې د امیرالمؤمنین شېخ القران والحدیث مولوي هبة الله "اخندزاده" (حفظه الله) له خوا د محکومینو او تورنو د سزا د عفوې او تخفیف اړوند فرمانونه یې په شفافه او منظمه توګه پلي کړي او د زندانیانو د خوشې کولو په برخه کې یې عدالت په ښه توګه ټینګ کړی دی. د زندانونو چارو د سمون ادارې د ا.ا.ا. د عالیقدر مشرتابه د یادو صادرېدونکو فرمانونو تعقیب او پلي کول خپل مسولیت ګڼي او په دې برخه کې یې تل له عدالت او شفافیت څخه کار اخیستی دی او په راتلونکې کې به هم د دې مسئولیت ښه ترسره کولو ته په پوره رېښتينولۍ دوام ورکوي. شوال المکرم ۱۱/ ۱۴۴۴ د مقام د دفتر ریاست د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۴:۰
Background image

ولایتي خبرونه: (لوګر، کونړ ) د لوګر ولایت په زندان کې زندانیانو ترمنځ د (اهل سنت والجماعت) کتاب تر نامه لاندې د سیالۍ ګډونوالو څخه ازموینه واخېستل شوه

دغه سیالۍ، چې د دې ولایت د اطلاعاتو او کتلور ریاست او د زندان مسوولینو په همکارۍ جوړه شوې وه، د یاد ولایت د زندان امر محترم مولوي حمید الله "حیدري" او د دغه ولایت د اطلاعاتو او کتلور. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۱۶
Background image

پکتیکا کې د ماشومانو د اصلاح او روزنې له مرکز سره د فرشونو او حفظ‌الصحې توکو مرسته وشوه

د پکتیکا ولایت د کلیو د پراختیا ریاست له لوري د دې ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې له مرکز سره د فرشونو او حفظ‌الصحې د اړینو توکو مرسته وشوه.

د پکتیکا ولایت د زندان امر محترم مولوي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۳:۱۵
Background image

د لوګر ولایت په زندان کې لسګونه تنه ښځینه او نارینه زندانیان د قرآن کریم د حفظ او ناظرې له زده‌کړو فارغ شول

په دې اړه جوړ شویو مراسمو کې، د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم الحاج قاري محمد بلال "فاتح"، د یادې ادارې د مقام د دفتر رئیس قاري رحمت الله "ګلزاد"، د. . .

BACK TO NEWS