د (ای سي ار سي) له لورې د کابل ولایت له مرکزي توقیفخونې سره د یو اندازه توکو مرسته وشوه

news_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۸ - ۱۵:۱۵
ای سی ار سی

د افغانستان لپاره د سره صلیب نړیوالې کمېټې (ای سي ار سي) له لورې د کابل ولایت له مرکزي توقیفخونې سره د ځان مینځلو، جامو مینځلو، د نظافت ساتلو، د ابو څښلو ترموزونو، د حمام کولو لپاره ستلونو، تشتونو، لوټکو او د ډوډۍ خوړلو دسترخوانونو په ګډون د ژوند د یو اندازه نورو لومړنيو توکو مرسته وشوه چې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دې توقیفخونې مسوولینو ته وسپارل شول.

د زندانونو چارو د سمون ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتیژیکو اړیکو رئیس محترم ډاکټر سیداحمد "اسحاقزي" په یادو مراسمو کې د خبرو پر مهال وویل: «موږکوښښ کوو چې په بېلابېلو برخو کې د ملي او نړیوالو مرستندویو بنسټونو مرستې جذب او په روڼه توګه یې په ټول هېواد کې د دې ادارې پر اړوندو زندانیانو وویشو.

په ورته وخت کې، د کابل ولایت د مرکزي توقیفخونې مسوولینو له نوموړو بنسټونو څخه د خوښۍ د څرګندولو ترڅنګ یادې مرستې اړینې وبللې او پر نورو مرستندویو بنسټونو یې هم غږ وکړ، چې له دوی سره خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي.

 

شوال المکرم/ ۲۸/ ۱۴۴۵

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳ - ۱۱:۴۴
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال د کابل ولایت د څرخي  پله له مرکزي زندان، له نشه یي توکو سره د مبارزې توقیفخونې او د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز څخه په جلا جلا توګه لیدنه وکړله

د دغې ادارې د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم  "طارق" او ورسره مل پلاوي یې د څرخي پله، له نشه یي توکو سره د مبارزې توقیفخونې او د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۵۴
Background image

ولایتي خبرونه:( ننګرهار، فاریاب) د ننګرهار ولایت د  زندان په جامع جومات کې د زندان نظامي او ملکي پرسونل لپاره پيل شوې د تفسیر القران کریم دوره پای ته ورسېده

 ياده دوره چې د شعبان میاشتې په جریان کې پیل شوې وه، د قرآن کریم د تفسیر، ديني پوهاوي او فکري اصلاح په موخه ترسره کېده، پرتمینو مراسمو پرمهال او د اختتامیې د دعا په ویلو سره پای ته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۳۱
Background image

د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز (۹۹) تنه محجوزین له عفوې او تخفیفه برخمن شول

د ا.ا.ا. د سترې محکمې د عالي مقام په هدایت او د زندانونو چارو د سمون ادارې په همغږۍ او د اړوندو اورګانونو په ګډون د ټاکل شوي پلاوي له خوا د کوچني اختر په مناسبت د کابل ولایت د ماشومانو. . .

BACK TO NEWS