د زندانونو د سمون ادارې یو پلاوي  لغمان ولایت  له زندان څخه لیدنه وکړه

news_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۱۳ - ۱۴:۴۳
کشف

د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمديوسف "مستري" په سپارښتنه، د دې ادارې د داخلي تفتیش رئیس محترم مولوي فضل احمد "احمدي" په مشرۍ پلاوي لغمان ولایت ته د سفر پرمهال د نوموړي ولایت له زندانه لیدنه وکړله او له مسوولینو او پرسونل سره يې د ياد زندان پر اداري او تخنیکي  او نورو اړوندو چارو بحث وکړ.

داراز، پلاوي د اړوند ولایت د زندان اداري او تخنیکي برخو څخه ارزونه وکړله او اړوندو مسوولینو ستونزې او غوښتنې له نږدې وارېدې او د چارو د لا ښه پر مخ وړلو په موخه یې ورته لازمې لارښوونې وکړلې.

پلاوي د دغه ولایت د زندان د بندیانو سره هم کتلي او د هغوی ستونزو او غوښتنو ته د رسېدنې په موخه یې اړوندو مسوولینو ورته لازمې لارښوونې کړي.

 

جمادي الثاني ۱/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او  عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۵۴
Background image

ولایتي خبرونه:( ننګرهار، فاریاب) د ننګرهار ولایت د  زندان په جامع جومات کې د زندان نظامي او ملکي پرسونل لپاره پيل شوې د تفسیر القران کریم دوره پای ته ورسېده

 ياده دوره چې د شعبان میاشتې په جریان کې پیل شوې وه، د قرآن کریم د تفسیر، ديني پوهاوي او فکري اصلاح په موخه ترسره کېده، پرتمینو مراسمو پرمهال او د اختتامیې د دعا په ویلو سره پای ته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۳۱
Background image

د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز (۹۹) تنه محجوزین له عفوې او تخفیفه برخمن شول

د ا.ا.ا. د سترې محکمې د عالي مقام په هدایت او د زندانونو چارو د سمون ادارې په همغږۍ او د اړوندو اورګانونو په ګډون د ټاکل شوي پلاوي له خوا د کوچني اختر په مناسبت د کابل ولایت د ماشومانو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۳:۲۳
Background image

ولایتي خبرونه: )ننګرهار، بامیان، هلمند( د ننګرهار، بامیان او هلمند ولایتونو د زندانونو (۱۵۳۸) تنه زندانیان له عفوې او تخفیفه برخمن شول

د ا.ا.ا. د سترې محکمې د عالي مقام په هدایت او د زندانونو چارو د سمون ادارې په همغږۍ او د اړوندو اورګانونو په ګډون د ټاکل شوي پلاوي له خوا د کوچني اختر  په مناسبت د ننګرهار، بامیان او. . .

BACK TO NEWS