د زندانونو چارو تنظیم ادارې د نظامي ښوونې او روزنې واحد قوماندانۍ روزنیز مرکز څخه د امنیتي قطعې (۴۰) تنه ساتونکي او ساتنمنان فارغ شول

news_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۲۴
675

په دغه یو میاشتني کورس کې د امنیتي قطعې ساتونکو او ساتنمانو ته د نوموړي مرکز تجربه لرونکو استادانو له لورې په نظري او عملي توګه د عقیدتي، د بندیانو د ساتلو، هغوی سره ښه چلند کولو، د هغوی د شرعي او انساني حقونو رعایتولو او د نظامي نظم او ډسپلین اړوند لازمې مسلکي زده کړې او روزنې ترلاسه او د یو لړ مراسمو پرمهال د فراغت سندونه ترلاسه کړل.

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د نظامي معاونیت د ارکان ر ئیس محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا"په داسې حال کې، چې د دغې ادارې د ولایتونو سره د اړیکو رئیس محترم مولوي عبد الحی " اخندزاده "، د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي نظر محمد "ناصري"د نظامي ښوونې او روزنې واحد قوماندانۍ قوماندان محترم مل پاسوال مولوي نورالله "دروېش"، د یاد ښوونیز مرکز استادانو، ملکي او نظامي مسوولینو او پرسونل هم شتون درلود، نوموړو فارغانو ته په خپلو خبرو کې وویل: هغه زده کړې مو چې دلته زده کړي په اړوندو چارو کې یې عملي او په ښه توګه ترې ګټه پورته کړئ.

محترم پاسوال الحاج اسد الله مولانا  زیاته کړله، باید ټول مسوولین او موظفین هڅه وکړي چې له زندانیانو سره د نېکو او ښو اخلاقو پر بنسټ چلند وکړي، ښه ساتنه او پالنه یې وکړي او د سالمې روزنې په موخه ورته د دیني، عصري او حرفوي زده کړو زمینه برابر کړي، څو دوی په راتلونکې کې د ناروا کړنو له ترسره کولو پښېمانه او د سالمو، پوهو او کاسبو وګړو په توګه خپلې کورنۍ او ټولنې سره یو ځای شي.

په ورته وخت کې، د دې ادارې د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي نظر محمد "ناصري"او د نظامي ښوونې او روزنې د واحد قوماندانۍ قوماندان محترم مل پاسوال مولوي نورالله "دروېش" د خپلو ویناوو په ترڅ کې نوموړو فارغانو ته په خطاب کې وويل: « تاسو ته درکول شوې دندې یو امانت دی او دا امانت هغه وخت پرځای کولی شئ، چې دلته له ترلاسه کړو زده کړو د هغو ښه ترسره کولو لپاره استفاده وکړئ او د شرعي او قانوني اصولو سره سم یې پر مخ بوځئ».

یاد مراسم، د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د روزنیزو مسلکي کورس(۴۰) تنو ګډونوالو ته د فراغت د سند په توګه د تصدیق پاڼو پر ورکړې او د خیر د دعا په کولو سره پایته ورسېدل.

 

ربیع الاول ۲۵/ ۱۴۴۸

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۰:۲
Background image

ولایتي خبرونه ( پکتیکا، غزني، پکتیا ) د پکتیکا ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز محجوزینو  لپاره یو مجهز کمپیوټر لب جوړ شو

د پکتیکا ولایت زندان مسوولینو په وینا، د محجوزینو د ښې روزنې لپاره یو مجهز کمپیوټر لب د دې ولایت د کډوالو او رستنېدونکو او کار ټولنیزو چارو رئیسانو په حضور کې ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۹
Background image

لوګر ولايت په زندان کې د ۲۵۰ تنو زندانیانو ترمنځ د دیني او علمي سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول

 

د لوګر ولایت د زندان امر محترم مولوي حمیدالله "حیدري " وویل، په دې زندان کې د ۲۵۰ تنو بندیانو ترمنځ د دیني او علمي سیالۍ پایلې اعلان او مخکښ ګډونوال یې د یو شمېر مسؤلینو په حضور کې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۹:۲۰
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې پلاوي د ارزګان ولایت د زندان نوي بلاک د رغنیزو چارو او روغتون څخه لیدنه وکړله

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د تعمیراتو رئیس محترم حاجي ملا عبدالله "بلال " او د دې ادارې د روغتیا رئیس په ګډون پلاوي د ارزګان ولایت زندان ته سفر وکړ او هلته یې د نوي بلاک د رغنیزو. . .

BACK TO NEWS