د زندانونو چارو د تنظیم ادارې او د سره صلیب نړیوالې کمېټې ترمنځ د کلنۍ همغږۍ ناسته ترسره شوه

news_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۵:۴۰
پشتو

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې او د سره صلیب نړیوالې کمېټې (ICRC) ترمنځ د کلنۍ همغږۍ ناسته ترسره شوه، چې په کې د ۲۰۲۶ میلادي کال په ترڅ کې د یادې کمېټې په ملاتړ د تطبیق شوو پروژو او د راتلونکي کال لپاره د مرستو او همکاریو پر پلان هر اړخیزې خبرې وشوې.

په دې ناسته کې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې عمومي رئیس محترم الحاج مولوي  محمد یوسف "مستري" په داسې حال کې چې د دې ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم قاري بلال "فاتح"، مالي او اداري عمومي رئیس محترم مولوي عبدالهادي "مالي اخندزاده"، یو شمېر رئیسانو، د سره صلیب نړیوالې کمېټې محترم عصام "خلیل" او اغلې ولنټینا "کولازو" هم ګډون درلود، د نوموړې کمېټې څخه د دوامداره همکاریو مننه وکړله او ویې ویل د دواړو لورو ګډې هڅې د دې لامل کېږي چې زندانیانو ته غوره او اغېزمن خدمات وړاندې شي او د هغوی ستونزو ته پر وخت رسېدنه وشي.

محترم الحاج مولوي محمد یوسف مستري ټینګار وکړ چې د همغږۍ او ګډ کار له لارې به د زندانیانو د ژوند شرایط لا ښه او د اصلاح او روزنې پروګرامونه به لا پیاوړي شي.

ورپسې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو رئیس محترم عبیدالله اخلاص هم د سره صلیب نړیوالې کمېټې له همکاریو څخه مننه وکړله او د زندانیانو د اړتیاوو د پوره کولو په موخه یې یو شمېر غوښتنې او وړاندیزونه شریک کړل.

محترم اخلاص د زندانیانو د اوسېدو ځایونو د وضعیت ښه والي، د ښوونیزو او مسلکي پروګرامونو پراختیا او د نورو اړینو خدماتو د لا پیاوړتیا غوښتنه وکړله.

د ناستې په پای کې دواړو لورو د بشري همکاریو پر دوام، د ګډو پروژو پر اغېزناک تطبیق او د زندانیانو د هوساینې او اصلاح لپاره د همکارۍ پر لا پراختیا ټینګار وکړ.

 

صفر المظفر ۷/ ۱۴۴۸

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۰:۲
Background image

ولایتي خبرونه ( پکتیکا، غزني، پکتیا ) د پکتیکا ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز محجوزینو  لپاره یو مجهز کمپیوټر لب جوړ شو

د پکتیکا ولایت زندان مسوولینو په وینا، د محجوزینو د ښې روزنې لپاره یو مجهز کمپیوټر لب د دې ولایت د کډوالو او رستنېدونکو او کار ټولنیزو چارو رئیسانو په حضور کې ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۹
Background image

لوګر ولايت په زندان کې د ۲۵۰ تنو زندانیانو ترمنځ د دیني او علمي سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول

 

د لوګر ولایت د زندان امر محترم مولوي حمیدالله "حیدري " وویل، په دې زندان کې د ۲۵۰ تنو بندیانو ترمنځ د دیني او علمي سیالۍ پایلې اعلان او مخکښ ګډونوال یې د یو شمېر مسؤلینو په حضور کې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۹:۲۰
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې پلاوي د ارزګان ولایت د زندان نوي بلاک د رغنیزو چارو او روغتون څخه لیدنه وکړله

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د تعمیراتو رئیس محترم حاجي ملا عبدالله "بلال " او د دې ادارې د روغتیا رئیس په ګډون پلاوي د ارزګان ولایت زندان ته سفر وکړ او هلته یې د نوي بلاک د رغنیزو. . .

BACK TO NEWS