د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د نظامي معاونیت د ارکان رئیس په مشرۍ پلاوي د کابل ولایت څرخي پله مرکزي محبس څخه لیدنه وکړله
د محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا" په مشرۍ پلاوي له نوموړي محبس څخه د لیدنې پرمهال لومړی د دې محبس مسوولینو سره پر اړوندو مسایلو خبرې وکړې او هغوی ورته له خپله اړخه د دې محبس محبوسینو لپاره د برابرو شویو امکاناتو او لازمو خدمتونو په هکله بشپړ معلومات ورکړل، چې پلاوي یې تر اورېدو وروسته خوښي څرګنده کړله.
داراز، د دې ادارې د نظامي چارو معاونیت د ارکان رئیس او مل پلاوي یې د یاد محبس له محبوسینو سره هم له نږدې ولیدل او د هغوی ستونزې او غوښتنې یې واورېدې.
په پای کې، د محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا" په مشرۍ پلاوي د کابل ولایت د څرخي پله مرکزي محبس محبوسینو لپاره له خوړو (اعاشې)، اباتې، پخلنځي، برېښنا، تعمیراتي او روغتیايي چارو، امنیتي پوستو، ټاورونو او قراولونو څخه هم لیدنه وکړله.
ذوالحجة الحرام ۲۳/ ۱۴۴۷
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت
