د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال د پکتیا ولایت له زندان څخه ارزونه وکړله

news_admin
شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۴ - ۱۴:۱۳
rrr

د دې ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم الحاج قاري محمد بلال"فاتح" او مل پلاوي یې پکتیا ولایت ته د سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د زندان له رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" سره يې پر اړوندو مسایلو بحث وکړ.

داراز، محترم الحاج قاري محمد بلال فاتح د نوموړي ولایت د زندان له زندانیانو سره هم ولیدل او د هغوی د ستونزو تر اورېدو وروسته یې وویل، « موږ ډېر کوښښ کړی چې اصلاحي او روزنیز پروګرامونه عملي کړو، نو هیله لرم چې له یوې خوا دا پروګرامونه په زندان کې ستاسو د اصلاح او بیا روزنې لامل شي او له بلې خوا تاسو هم ترې له بدو او ناروا کړنو څخه د ډډه کولو لپاره ګټه واخلئ او هم له بنده وروسته د یو سالم وګړي په توګه خپلې کورنۍ او ټولنې سره یو ځای شئ ».

محترم الحاج قاري محمد بلال فاتح په مشرۍ پلاوي د یاد ولایت د زندان زندانیانو سره له نږدې ولیدل ستونزې او غوښتنې یې واورېدې او د حل په موخه یې اړوند مسوولینو ته د لا زیاتو اسانتیاوو برابرولو په پار لارښوونې وکړلې.  

داراز، نوموړي پلاوي د یادې برخې مسوولینو ته په خبرو کې وویل؛ چې خپلو مسوولیتونو ته د پاملرنې تر څنګ پایوازانو سره ښه چلند وکړي.

همداشان، د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال په مشرۍ  پلاوي د پکتیا ولایت د ماشومانو اصلاح او روزنې مرکز څخه لیدنه وکړله.

محترم قاري محمد بلال فاتح د یاد  مرکز له محجوزینو سره هم ولیدل او هغوی ته یې په خپلو خبرو کې وویل:  دلته چې ستاسو ته د  اصلاح په موخه د زده کړو زمینه برابره شوې، خپل وخت بې ځایه تېر نه کړئ هڅه وکړئ چې دیني، عصري او حرفوي زده کړو څخه ګټه پورته او د خپل د حجز مودې پوره کېدو سره سم خپلې کورنۍ سره د سالمو وګړو په څېر یو ځای شئ.

دغه راز، نوموړي پلاوي د یاد زندان اداري، روغتیايي، ښوونیزې، روزنیزې، کانټینونو او نورې خدماتي چارې له نږدې وارزولې او د لا ښه والي لپاره یې اړوندو مسوولینو ته لازمې سپارښتنې وکړې.

باید یادونه وکړو چې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم قاري محمد بلال فاتح په حضور کې د زمري (اسد) ۲۴مې د فتحې ورځې په مناسبت د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ القرآن والحدیث مولوي هبة الله "اخندزاده"(حفظه الله) په هدایت او د افغانستان د سترې محکمې عالي مقام تائیدۍ  پر بنسټ د پکتیا ولایت د زندان  څخه ۵۳ تنه زندانیان خوشې او ۴۷ تنو نورو د بند په موده کموالی راغی.

 

ربیع الاول ۱/ ۱۴۴۸

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۰:۲
Background image

ولایتي خبرونه ( پکتیکا، غزني، پکتیا ) د پکتیکا ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز محجوزینو  لپاره یو مجهز کمپیوټر لب جوړ شو

د پکتیکا ولایت زندان مسوولینو په وینا، د محجوزینو د ښې روزنې لپاره یو مجهز کمپیوټر لب د دې ولایت د کډوالو او رستنېدونکو او کار ټولنیزو چارو رئیسانو په حضور کې ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۹
Background image

لوګر ولايت په زندان کې د ۲۵۰ تنو زندانیانو ترمنځ د دیني او علمي سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول

 

د لوګر ولایت د زندان امر محترم مولوي حمیدالله "حیدري " وویل، په دې زندان کې د ۲۵۰ تنو بندیانو ترمنځ د دیني او علمي سیالۍ پایلې اعلان او مخکښ ګډونوال یې د یو شمېر مسؤلینو په حضور کې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۹:۲۰
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې پلاوي د ارزګان ولایت د زندان نوي بلاک د رغنیزو چارو او روغتون څخه لیدنه وکړله

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د تعمیراتو رئیس محترم حاجي ملا عبدالله "بلال " او د دې ادارې د روغتیا رئیس په ګډون پلاوي د ارزګان ولایت زندان ته سفر وکړ او هلته یې د نوي بلاک د رغنیزو. . .

BACK TO NEWS