د زندانونو چارو د سمون اداره کې نوې ګومارنې وشوې

news_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۳/۷ - ۱۴:۲۸
مرکز اصلاح

د نوموړې ادارې د رهبرۍ په منظورۍ او اړتیا ته په کتو، محترم حاجي ملا بهاوالدین چې د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز ریاست په ۳رتبه بست کې د پالېسۍ او مسلکي چارو د سمبالښت په توګه دنده درلوده، تبدیل او د یاد ریاست په ۳رتبه بست کې د بند او خلاص مرکز د امر په توګه او محترم زمریالی انوري چې د ادارې د داخلي پلټنې ریاست په ۳رتبه بست کې د مالي او عملیاتي پلټنې امر په توګه دنده درلوده، تبدیل او د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز ریاست ۳رتبه بست کې د پالېسۍ او مسلکي چارو د سمبالښت د امر په توګه په دنده وګومارل شول.

په ورته وخت کې د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز رئیس محترم مولوي نظر محمد "ناصري" د یو لړ مراسمو پرمهال په یاد مرکز کې نوي ګومارل شوي امرین اړوند ملکي او نظامي  پرسونل ته معرفي کړل او په چارو کې یې ورته د بریالتیوب هیله وکړه.

داراز، محترم مولوي نظر محمد ناصري له دواړو نويو ګومارل شویو امرینو څخه د ورسپارل شویو چارو د ښه پرمخ وړلو لپاره د نه ستړې کېدونکو هلوځلو د دوام غوښتنه وکړه.

په ورته وخت کې، نویو ګومارل شویو امرینو په خپلو خبرو کې وویل: «زموږ موخه ادارې او هېواد ته خدمت کول دي، نو په دې برخه کې د مشرانو اطاعت به کوو او راسپارل شوي مسوولیتونه به په پوره رېښتینولۍ او امانتدارۍ ترسره کوو»

 

ذوالقعدة الحرام ۱۸/ ۱۴۴۵

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۲:۵۸
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې د چارو لا ښه شفافیت په موخه غونډه ترسره شوه

د یادې ادارې د پالېسۍ او مسلکي مرستيال محترم الحاج محمد کاظم "طارق" په مشرۍ په دې غونډه کې، چې د ادارې د خدماتو رئیس محترم مولوي سیدولي "عبدالله"، د دغه معاونیت د دفتر امر محترم خلیل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۱:۳
Background image

لنډ ولایتي خبرونه:( پکتیکا، بلخ )

پکتیکا:

د پکتیکا ولایت نوي امر رسماً په دنده پیل وکړ

د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ په سپارښتنه محترم مولوي احسان الله "صلاح الدین" د یاد ولایت د زندان پرسونل ته د نوي امر په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۰:۵۹
Background image

د پنجشېر ولایت  د زندان (۲۳) تنه زندانيان له عفوې او تخفیفه برخمن شول

د ا.ا.ا. د سترې محکمې د عالي مقام د هدایت او تائیدۍ پر بنسټ د لوی اختر په مناسبت د پنجشېر ولایت د زندان (۱۲) تنه زندانیان عفوه او خوشې او (۱۱) تنو نورو ته د بند به موده کې تخفیف ورکړل. . .

BACK TO NEWS