د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوند د هېواد په ټولو زندانونو کې د ښوونځیو او مدرسو د جوړولو، او زندانیانو ته د دیني، عصري او حرفوي زده کړو د لا پراخوالي په موخه د فرصتونو د برابرولو لپاره، د زندانونو چارو د سمون  ادارې او د پوهنې وزارت ترمنځ هوکړه ‌لیک لاس

news_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۴ - ۱۵:۱۴
تفاهم نامه

د دې هوکړې له مخې دواړه ادارې به په ګډه کار کوي څو د زندانونو دننه تعلیمي پروګرامونه پلي کړي، د سواد زده کړې، دیني او عصري علومو مضمونونو لپاره ښوونکي وګماري، او هغه بنديان چې له زده کړو بې‌ برخې پاتې شوي، د زده کړې له نعمت څخه برخمن کړي.

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمد یوسف "مستري"، د پوهنې وزارت معین محترم مولوي عبدالخالق "صادق"، د دې ادارې د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر"، مالي او اداري عمومي رئیس محترم مولوي عبدالهادي "مالي اخندزاده"، د مقام د دفتر رئیس محترم قاري رحمت الله "ګلزاد"، د نظامي چارو معاونیت د ارکان رئیس محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا" او  یو شمېر نورو رئیسانو او مسوولینو  هم ګډون درلود، د زده کړو په ارزښت خبرې وکړې او زیاته کړله چې نوموړې ادارې د پوهنې وزارت سره په ګډه د دې ادارې اړوند په ټولو زندانونو کې زندانیانو لپاره د تعلیم او تعلم، سواد زده کړو سربیره د دیني، عصري او حرفوي زده کړو زمینه برابرې کړې او دغه اداره هڅه کوي چې د زده کړو دغه لړۍ لا پراخه کړي.

محترم الحاج مولوي محمد یوسف مستري زیاتوي، دغه اداره کوښښ چې زندانیانو ته داسې ښوونيزې او روزنیزې برنامې په لار واچوي چې لکه د باندې د ازادو وګړو په څېر خپلو زده کړو ته دوام ورکړي څو په مټ یې وکولي شي د خوشې کېدو وروسته د ټولنې ته یو ګټور او با مسوولیته غړي  په توګه وړاندې شي.

د پوهنې وزارت معین محترم مولوي عبدالخالق صادق هم ژمنه وکړله چې د اړوندو ښوونیزو موادو، ښوونکو او درسي نصاب د برابرولو په برخه کې به لازمه همکاري کوي.

د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي نظر محمد ناصري وویل چې د دې ادارې اړوند په ټولو زندانونو کې د زندانیانو د اصلاح او ښې روزنې په موخه فعاله مدارس او ښوونځي شتون لري او دغه اداره د پوهنې وزارت سره په همکارۍ توانیدلې چې زندانیانو ته د دیني، عصري او حرفوي زده کړو زمینه برابره کړې څو په مټ یې وکولی شي چې زندانیان د بند مودې پوره کېدو سره سم په پوهې سمبال، یو عالم، حافظ او کاسب وګړي په څېر ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شي.

یاد مراسم د زندانونو چارو د سمون ادارې او پوهنې وزارت سره د هوکړې په لاسلیک کولو او د خیر په دعايي سره پای ته ورسېدل.

 

جمادي الاول ۱۴/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۵۴
Background image

ولایتي خبرونه:( ننګرهار، فاریاب) د ننګرهار ولایت د  زندان په جامع جومات کې د زندان نظامي او ملکي پرسونل لپاره پيل شوې د تفسیر القران کریم دوره پای ته ورسېده

 ياده دوره چې د شعبان میاشتې په جریان کې پیل شوې وه، د قرآن کریم د تفسیر، ديني پوهاوي او فکري اصلاح په موخه ترسره کېده، پرتمینو مراسمو پرمهال او د اختتامیې د دعا په ویلو سره پای ته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۳۱
Background image

د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز (۹۹) تنه محجوزین له عفوې او تخفیفه برخمن شول

د ا.ا.ا. د سترې محکمې د عالي مقام په هدایت او د زندانونو چارو د سمون ادارې په همغږۍ او د اړوندو اورګانونو په ګډون د ټاکل شوي پلاوي له خوا د کوچني اختر په مناسبت د کابل ولایت د ماشومانو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۳:۲۳
Background image

ولایتي خبرونه: )ننګرهار، بامیان، هلمند( د ننګرهار، بامیان او هلمند ولایتونو د زندانونو (۱۵۳۸) تنه زندانیان له عفوې او تخفیفه برخمن شول

د ا.ا.ا. د سترې محکمې د عالي مقام په هدایت او د زندانونو چارو د سمون ادارې په همغږۍ او د اړوندو اورګانونو په ګډون د ټاکل شوي پلاوي له خوا د کوچني اختر  په مناسبت د ننګرهار، بامیان او. . .

BACK TO NEWS