د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ له خوا ټاکل شوی پلاوی بدخشان او تخار ولایتونو ته سفر وکړ

news_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۸/۴ - ۱۳:۴۶
badkhshn

 د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمديوسف "مستري" په سپارښتنه، د شمال زون ولايتونو لپاره د محترم مولوي عبدالفتاح په مشرۍ د زندانونو د کاري او اداري چارو ارزولو او ستونزو حلولو په موخه ټاکل شوي پلاوي، تېره ورځ يادو ولايتونو ته سفر کړی او هلته یې د ولايتونو د مقام له محترمو چاراکو، عدلي او قضايي ارګانونو محترمو مسوولينو، امنيتي او کشفي چارو او د زندانونو له محترمو مسوولینو او مديرانو سره د جلا، جلا غونډو په ترڅ کې لیدلي او د اړوندو مسایلو په اړه یې ورسره خبرې اترې کړې دي.
نوموړی پلاوی وايي، چې د خپلې ارزونې په ترڅ کې یې د زندانونو د تعمیراتي، خوړو(اعاشې)، برېښنا او روغتیايي چارو په برخو کې ستونزې برڅېره او د حل لپاره یې له اړوندو ولایتي مسوولینو سره بحث کړی دی.
پلاوي داراز، د يادو زندانونو بنديانو سره هم له نږدې کتلي، د هغوی وضعیت یې ارزولی او د زندانونو مسوولينو ته يې د بنديانو لپاره د اسانتياوو د زیاتولو سپارښتنه کړې ده.
یاد پلاوی وايي: « بندیانو وویل د زندان پرسونل له موږ سره ښه چلند کوي.
د مولوي عبدالفتاح په مشرۍ پلاوی زیاتوي، چې دوی به د ورسپارل شویو ولایتونو د زندانونو د کاري او اداري چارو ارزولو بهير ته دوام ورکوي او هغه ستونزې چې حل یې په اړوندو ولایتونو کې امکان نه لري، له ځان سره به یې د زندانونو چارو د سمون ادارې رهبرۍ ته رالېږدوي، ترڅو یې په مرکز کې د حل لپاره مناسبه پرېکړه وشي.

ربېع الاول- ۳۰/ ۱۴۴۴
د اطلاعاتو او عامه اړيکو ریاست

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۹:۲۷
Background image

ولایتي خبرونه (غزني، بغلان) د غزني ولایت په زندان کې د زندانیانو او پرسونل ترمنځ (د شرعي نظام په استحکام کې د اطاعت اغېزې) رسالې سیالۍ پیل شوه

                 په دغه سیالۍ کې چې د الکوثر فکري او فرهنګي بنسټ او د نوموړي زندان د ښوونې او بیا روزنې امریت لخوا هغه مینه والو ته چې د سیالۍ لپاره تېره هفته کې نوم لېکنه کړې وه، پرې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲ - ۱۲:۴۴
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال د کورنيو چارو وزارت د روغتيا عمومي رئیس سره ولیدل

د نوموړې ادارې نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" په داسې حال کې چې د ادارې یو شمېر نورو رئیسانو یې بدرګه کوله د کورنيو چارو وزارت د روغتيا رئیس محترم مولوي صدیق. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲ - ۱۱:۱۶
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال په مشرۍ  یوه پلاوي د میدان وردګ ولایت له زندانه لیدنه وکړله

د یادې ادارې نظامي مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" په داسې حال کې، چې د نوموړې ادارې یو شمېر رئیسانو یې هم ملتیا کوله، میدان وردګ ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد ولایت. . .

BACK TO NEWS