د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ ناسته کې پر ځینو اړینو او مهمو مسایلو خبرې اترې او مشورې وشوې
دغه ناسته، چې نن(سه شنبې) د دې ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم قاري محمد بلال "فاتح" په مشرۍ او د ادارې د مرکزي برخو یو شمېر محترمو رئیسانو او مسوولینو په ګډون جوړه شوې وه، د کړنو د ارزیابی کمېټې د (۱۴۰۴)کال څلورمې ربعې په راپورونو هر اړخیز بحث او خبرې اترې وکړلې.
همداراز، په ناسته کې زندانیانو د اوسېدو ځایونو، روغتیا، د ښوونې او بیا روزنې او هغوی ته لا زیاتو اسانتیاوو برابرولو په هکله خبرې اترې وشوې او د شرعي اصولو او تقنیني اسنادو په رڼا کې لازمې پرېکړې وشوې.
داراز، په یاده ناسته کې يو شمېر محترمو رئیسانو د چارو ښه والي لپاره خپل نظرونه، مشورې او وړاندیزونه د زندانونو چارو د سمون ادارې له رهبرۍ سره شریک کړل، چې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال يې په اړه لازمې لارښوونې وکړې.
شوال المکرم ۲۰/ ۱۴۴۷
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت
