د زندانونو چارو د سمون ادارې د مرکزي برخو رئیسانو، امرینو او مدیرانو ته د زندانیانو لپاره د ښو خدمتونو وړاندې کولو په موخه یو ورځينی سیمینار جوړ شو

news_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۴/۱۸ - ۱۴:۳۴
سیمینار

دغه سیمینار چې د نوموړې ادارې د اړوندې برخې له خوا د مرکزي ریاستونو، امریتونو او مدیریتونو لپاره جوړ شوی و، په کې د محابسو د بنسټیزو ستونزو او حل لارو او زندانیانو ته د ښو خدمتونو وړاندې کولو د څرنګوالي په هکله‎ عامه پوهاوی ورکړل شو.
د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" په داسې حال کې چې د دې ادارې د مالي او اداري عمومي رئیس محترم مولوي عبدالهادي مالي "اخندزاده" او د مرکزي برخو یو شمېر نورو رئیسانو، امرینو او مدیرانو هم شتون درلود، د یاد سیمینار د پرانیستنې پرمهال ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او نوموړی سمینار يې د چارو د ښه پرمخ وړلو او د پرسونل د وړتیا لوړولو لپاره مهم یاد کړ.
همدا راز، د ادارې د نظامي چارو مرستیال مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې زندانیانو ته د اسانتیاوو د برابرولو هڅې لا زیاتې او ستونزو ته یې پروخت رسېدنه وکړي.

ذوالحجه ۲۱/  ۱۴۴۴
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۹:۱۹
Background image

 ولایتي خبرونه: (پکتیا، کونړ) د پکتیا ولایت په زندان کې زندانیانو ته د )اصلاح او بریا( تر سرلیک لاندې د والیبال سیالیو ټورنمنټ پای ته ورسېد

دغه ټورنمنټ، چې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د ښوونې او بیا روزنې ریاست په هڅو شاوخوا یوه میاشت وړاندې پیل شوی و، په کې د پکتیا د زندان د زندانیانو د(۳) لوبډلو، د دې زندان د مسوولینو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۴:۳۹
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال خوست ولایت زندان څخه تر لیدنې وروسته د دې زندان لپاره نوی امر معرفي کړ

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم الحاج قاري محمد بلال "فاتح" په داسې حال کې، چې د پکتیا ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبد الغني "عادل"، د لوګر ولایت د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۲:۳۹
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې مسوولینو ته د پنځه کلن ستراتیژیک پلان د ترتیب په موخه یو ورځنی سمینار جوړ شو

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د پنځه کلن ستراتیژیک پلان د ترتیب او تنظیم په موخه یو ورځنی سمینار جوړ شو، چې د دې ادارې د مقام د دفتر رئیس محترم قاري رحمت الله "ګلزاد"، د پلان او پالېسی. . .

BACK TO NEWS