د زندانونو چارو د سمون ادارې د مرکزي برخو کارکوونکو ته د مدیریت د اساساتو پېژندنې په اړه پنځه ورځینی ښوونيز سمینار پیل شو‎

news_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۸/۲۱ - ۱۵:۴۵
ظرفیت

دغه سیمینار چې د نوموړې ادارې د اړوندې برخې له خوا د مرکزي ریاستونو، امریتونو او مدیرتونو د کارکوونکو لپاره جوړ شوی وو، د مدیریت د اساساتو په اړه به په کې نوموړو ته د پنځه ورځو په موده کې هر اړخیزه معلومات ورکړل شي. 
په دې اړه په جوړو شویو مراسیمو کې چې د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس محترم مولوي محمد یوسف "مستري" په داسې حال کې، چې د دې ادارې د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر"، د بشري سرچینو رئیس محترم مولوي ضیاالرحمن "سعید" د مقام د دفتر رئیس محترم عبیدالله "اخلاص"، له عدلي او قضایي اورګانونو سره د اړیکو رئیس محترم مولوي عبدالله "حقیق"، د معلوماتي ټکنالوژۍ او مخابرې رئیس محترم انجنیر عبیدالله اخندزاده، د اقتصادي برنامو او ستراتیژیکو اړیکو رئیس محترم ډاکټر سید احمد اسحاقزی او یو شمېر امرینو او مدیرانو هم شتون درلود، د یاد سیمینار د پرانیستنې پرمهال ګډونوالو ته په خبرو کې د علم په ارزښت او اړتیا تر غږېدو ورسته دا هم وویل چې اداره یې تل کوښښ کوي څو  د کارکوونکو لپاره غوره او ارزښتمنې برنامې په لاره واچوي څو پر مټ یې په اداري چارو کې مثبت خوځښت رامنځ ته شي.
 داراز، محترم مولوي مستري د یاد سیمینار له ګډونوالو وغوښتل چې د ادارې د تجربه لرونکو استادانو څخه ګټه پورته او ورکړل شوي درسونه او تجربې په غور سره زده او په چارو کې پرې مخ ته لاړ شي.
په ورته وخت کې، د ادارې د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله بدر د ادارې د کارکوونکو څخه د هغوی په لیوالتیا سره په سمینار کې د ګډون  کولو په موخه خوښي و ښوده او د نوموړو لپاره یې دا لوی فرصت یاد کړ.
همدا راز، د بشري سرچینو رئیس محترم مولوي ضیاالرحمن سعید یاد سیمینار د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په برخه کې اړین وباله او زیاته کړه چې دغه شان سیمینارونو ته به په مرکز کې د دوام تر څنګ دا لړۍ  تر ولایتونو هم وغځوي.
همدا شان، د ادارې یو شمېر نورو مسوولینو هم دا ډول پروګرامونه د ادارې د کارکوونکو د پوهې لوړونې په هدف غوره وبلل او له ښوونکو څخه یې د هغوی په ښه روزنه د ټینګار تر څنګ ګډنوال هم تشویق کړل څو په غور سره ترې ګټه پورته کړي.
د زندانونو چارو د سمون اداره په خپلو چارو کې د بشپړ شفافیت او رڼې حکومت ولۍ ته په پوره ژمنتیا سره غواړي څو د باتجربه کارکوونکو پر مټ ټولې چارې په ښه او منظمه توګه مخ ته یوسي.

ربیع الثاني ۲۸/  ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۴ - ۱۴:۰
Background image

 ولایتي خبر: (پروان) د پروان ولایت په زندان کې د قرآن کریم د ترجمې دوره پیل شوه

د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ په سپارښتنه، د پروان ولایت په زندان کې د روژې مبارکې میاشتې د رارسېدو په پار د یاد زندان ملکي او نظامي کارکوونکو ته د قرآن کریم د ترجمې دوره پیل شوه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۲ - ۱۴:۷
Background image

ولایتي خبر(ننګرهار) د ننګرهارولایت په زندان کې د قرآنکريم د تفسير دوره پيل شوه

د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ په سپارښتنه، د یاد زندان مسوولینو په هڅو د ښوونیزو پروګرامونو پر دوام، د روژې مبارکې میاشتې را رسېدو په پار د یاد ولایت په زندان کې د قرآن عظيم. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۹ - ۹:۰
Background image

ولایتي خبرونه: (پکتیکا، کندز) د پکتیکا او کندز ولایتونو په زندانونو کې د قرآن کریم د ترجمې او تفسیر دورې پیل شوې

د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ په سپارښتنه، د پکتیکا او کندز ولایتونو په زندانونو کې د روژې مبارکې میاشتې د رارسېدو په پار د یادو زندانونو ملکي او نظامي کارکوونکو او زندانیانو ته. . .

BACK TO NEWS