د زندانونو چارو د سمون ادارې د ملکي او نظامي پرسونل لپاره د فقهي او عقیدتي زده کړو د دورې له ګډونوالو څخه د پوهېدو د ارزونې په موخه ازموینه واخیستل شوه

news_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۴ - ۱۳:۲۱
امتحان دعوت ارشاد

دغه دوره، چې د ا.ا.ا. د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت په لارښوونه د هېواد په ټولو ادارو کې څه موده وړاندې پیل شوې وه، نن (چهار شنبې) د زندانونو چارو د سمون ادارې د ارشاد او دعوت ریاست له لوري د ادارې  د برخوالو ملکي او نظامي پرسونل څخه د پوهېدو د ارزونې په موخه ازموینه واخیستل شوه.

د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" په داسې حال کې چې د ادارې د ارشاد او دعوت رئیس محترم مولوي صدیق الله "صدیقي" هم ګډون درلود په دې اړه د جوړو شويو مراسمو پرمهال دا ازموینه د پرسونل د هڅونې په موخه ګټوره وبلله او زیاته يې کړه، چې علم رڼا ده او  په ترلاسه کولو سره يې د مسلمان دنیا او اخرت دواړه ښایسته کېږي.

داراز، محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله بدر په وینا د زندانونو چارو د سمون ادارې تر لاس لاندې په ټولو زندانونو کې د زندانیانو او پرسونل د پوهې د لوړونې په موخه داسې برنامې برابرې شوي چې پرمټ به یې هم زندانیان له ناوړه کړنو لرې پاتې او هم د پرسونل په فکري روزنه کې مثبت رول ولري.

همدا راز، نوموړي د یادو دیني زده کړو په کډونوالو غږ وکړ چې پنځه وخته خپل لمونځونه په جماعت سره ادا کړي څو هم الله (ج) ورڅخه راضي او هم یې په کارونو کې برکت راشي.

همداشان، د دغې ادارې د ارشاد او دعوت رئیس محترم مولوي صدیق الله "صدیقي" د يادو مراسمو ګډونوالو ته په خپلو خبرو کې وويل، د ادارې د پرسونل لپاره دیني زده کړې ډېرې اړینې دي او د خوښۍ ځای دی، چې داسې فرصتونه ورته برابر شوي، نو دوی بايد هڅه وکړي چې له دې لارې په ټولو شرعي اصولو ځانونه پوه کړي.

داراز، هغه ژمنه وکړه چې د نوموړي پرسونل د دیني پوهې او کاري وړتیا لوړاوي لپاره به په راتلونکې کې نور ښه پروګرامونه هم پلي کړي.

په ورته وخت کې، د زندانونو چارو د سمون ادارې ملکي او نظامي پرسونل هم د دیني او

فقهي زده کړو د بهیر له عملي کولو څخه خوښي وښوده او له یادې ادارې یې د نورو ګټورو پروګرامونو د پلي کولو غوښتنه وکړه.

د زندانونو چارو د سمون اداره تل هڅه کوي، څو خپل ملکي او نظامي پرسونل لپاره د دیني او عصري علومو د زده کولو بېلابېل پروګرامونه عملي کړي.

 

ربیع الاول ۱/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۲ - ۱۴:۷
Background image

ولایتي خبر(ننګرهار) د ننګرهارولایت په زندان کې د قرآنکريم د تفسير دوره پيل شوه

د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ په سپارښتنه، د یاد زندان مسوولینو په هڅو د ښوونیزو پروګرامونو پر دوام، د روژې مبارکې میاشتې را رسېدو په پار د یاد ولایت په زندان کې د قرآن عظيم. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۹ - ۹:۰
Background image

ولایتي خبرونه: (پکتیکا، کندز) د پکتیکا او کندز ولایتونو په زندانونو کې د قرآن کریم د ترجمې او تفسیر دورې پیل شوې

د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ په سپارښتنه، د پکتیکا او کندز ولایتونو په زندانونو کې د روژې مبارکې میاشتې د رارسېدو په پار د یادو زندانونو ملکي او نظامي کارکوونکو او زندانیانو ته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۸ - ۱۴:۳۳
Background image

ولایتي خبرونه: (جوزجان، غزني) د جوزجان ولایت د زندان له ښځینه محبوسینو او محجوزینو سره د اکتید موسسۍ له لورې د ژمنیو او حفظ الصحه توکو مرسته وشوه.

یاده مرسته، د زندانونو چارو د سمون ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست په هڅو، د دې ولایت د زندان د مسوولینو په همغږۍ او د اکتید موسسې له خوا وشوه، چې جمپر، صابون، شامپو،. . .

BACK TO NEWS