د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي مرستیال په مشرۍ پلاوي د پنجشیر ولایت له زندان لیدنه وکړه

news_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۸ - ۱۰:۲۶
پنجشیر

د دغې ادارې د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" په داسې حال کې چې د ادارې له عدلي او قضایي اورګانونو سره د اړیکو رئیس محترم مولوي عبدالله "حقیق"، د پېژند عمومي مدیر محترم مولوي شامحمد "مفکر" او  یو شمېر نور مسوولین هم ورسره وو پنجشیر ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د یاد زندان له مسوولینو سره د کتنې په ترڅ کې د نوموړي د زندان د عمومي وضعیت په اړه ورسره وغږېده.

داراز، د نظامي چارو مرستیال په مشرۍ پلاوي د دې زندان له زندانیانو سره هم ولیدل د هغوي ستونزې او غوښتنې یې له نږدې واورېدې او حل په موخه یې اړوندو مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.

په ورته وخت کې، محترم قاري بدر د یاد زندان مسوولینو ته په خبرو کې زیاته کړه: «زموږ او ستاسو دنده ده چې زندانیانو ته د ژوند کولو لازمو اسانتیاوو ترڅنګ ورته د دیني، عصري او حرفوي زده کړو زمینه برابره کړو څو پرمټ یې د بند مودې تر پایته رسېدو وروسته خپلې کورنۍ او ټولنې ته د خدمت وړ وګرځي».

داراز، محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله بدر په مشرۍ پلاوي د پرسونل او زندانیانو لپاره د خوړو(اعاشې)، اباتې، پخلنځي او روغتیایې برخو څخه د لیدنې ترڅنګ یې د دې زندان د امنیتي ټاورونو، قراولونو، پوستو او نورو امنیتي برخو وضعیت له نږدې وارزاوه او  د زندانیانو لا خوندي امنیت په پار یې اړوندو مسوولینو ته لازمې سپارښتنې وکړې.

په پای کې، د ادارې د خوندیتوب او  د کارکوونکو د دقیقې پژندنې په پار د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي معاونیت له لورې د یاد ولایت د زندان د ملکي او نظامي پرسونل بایو مټریک هم ترسره شو.

د یادولو ده، چې د زندانونو چارو د سمون ادارې مسوولین، په دوامدار ډول د هېواد زندانونو د وضعیت ارزول، د مثبتو چارو غښتلتیا او ستونزو ته یې پروخت رسېدنه خپل مسوولیت ګڼي.

 

ربیع الثاني ۲۵/ ۱۴۴۵

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۴ - ۱۴:۰
Background image

 ولایتي خبر: (پروان) د پروان ولایت په زندان کې د قرآن کریم د ترجمې دوره پیل شوه

د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ په سپارښتنه، د پروان ولایت په زندان کې د روژې مبارکې میاشتې د رارسېدو په پار د یاد زندان ملکي او نظامي کارکوونکو ته د قرآن کریم د ترجمې دوره پیل شوه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۲ - ۱۴:۷
Background image

ولایتي خبر(ننګرهار) د ننګرهارولایت په زندان کې د قرآنکريم د تفسير دوره پيل شوه

د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ په سپارښتنه، د یاد زندان مسوولینو په هڅو د ښوونیزو پروګرامونو پر دوام، د روژې مبارکې میاشتې را رسېدو په پار د یاد ولایت په زندان کې د قرآن عظيم. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۹ - ۹:۰
Background image

ولایتي خبرونه: (پکتیکا، کندز) د پکتیکا او کندز ولایتونو په زندانونو کې د قرآن کریم د ترجمې او تفسیر دورې پیل شوې

د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ په سپارښتنه، د پکتیکا او کندز ولایتونو په زندانونو کې د روژې مبارکې میاشتې د رارسېدو په پار د یادو زندانونو ملکي او نظامي کارکوونکو او زندانیانو ته. . .

BACK TO NEWS