د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي مرستیال په مشرۍ پلاوي لوګر ولایت ته سفر وکړ

news_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۴ - ۱۲:۱۴
لوگر

د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله " بدر" په مشرۍ پلاوي د لوګر ولایت د زندان چارې له نږدې وارزولې.

د محترم لوی پاسوال قاري بدر په مشرۍ پلاوي د یاد زندان له مسوولینو  سره هم ولیدل او نوموړو ته یې په خبرو کې د زندانیانو په لا ښې ساتنې او پالنې کې د نه سټړې کېدونکو هلو ځلو سپارښتنه وکړله.

داراز، د نظامي چارو مرستیال په مشرۍ پلاوي ، د دې ولایت د زندان له زندانیانو سره له نږدې ولیدل د هغوی غوښتنې یې واورېدې او د حل په موخه یې اړوندو مسوولینو ته لارښوونه وکړه څو یې ستونزو او غوښتنو ته په وخت رسېدنه وکړي.

همداراز، پلاوي د نوموړي زندان د  پرسونل او زندانیانو د خوړو (اعاشې)، اباتې، پخلنځي، تعمیراتي او روغتیايي چارو وضعیت له نږدې وارزاوه او د ستونزو حلولو، لازمو اسانتیاوو برابرولو او روا غوښتنو ته د رسېدنې په موخه اړوندو مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.

همداشان، د نظامي چارو مرستیال په مشرۍ پلاوي د لوګر ولایت د زندان له امنیتي قراولونو، ټاورونو، او امنیتي پوستو څخه په جلا جلا توګه لیدنه وکړه او د زندانیانو د امنیت د لا ټینګښت په موخه یې امنیتي مسوولینو ته یولړ سپارښتنې هم وکړې.

 

رمضان المبارک ۲۴/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۳:۲۵
Background image

ولایتي خبر: (سرپل) د سرپل ولایت له زندان سره د اکتید موسسې له لورې د حفظ الصحې او اړتیا وړ توکو مرسته وشوه

یاده مرسته، د نوموړي ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په همکارۍ او د زندانونو چارو د سمون ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست سره په همغږۍ د اکتید موسسې له لورې (۱۰۰) تنو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۷ - ۱۵:۶
Background image

د پکتیا ولایت د زندان رئیس او مل پلاوي د دې ولایت د زرمت ولسوالۍ له توقیفخونې څخه ليدنه وکړله

د دغه ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبدالغني"عادل" او مل پلاوي د نوموړي ولایت د زرمت ولسوالۍ له توقیفخونې څخه د لیدنې پرمهال د یادې توقیفخونې له مسوولینو سره په اړوندو مسایلو خبرې اترې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۶ - ۱۰:۳۸
Background image

د کابل ولایت د څرخي پله مرکزي محبس کې د محبوسینو ترمنځ ولیبال سیالي ترسره شوه

 

دغه یوه ورځینۍ دوستانه سیالي د زندانونو چارو د سمون ادارې د ښوونې او بیا روزنې ریاست له لورې او د یاد زندان د مسوولینو په همکارۍ  د نوموړي محبس د پینځم او نهم بلاکونو د محبوسینو. . .

BACK TO NEWS