د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي معاونیت د ارکان رئیس او مل پلاوي یې د کابل ولایت د څرخي پله د مرکزي محبس څخه لیدنه وکړه

news_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۵ - ۱۴:۵۳
رییس ارکان

د دغې ادارې د نظامي چارو  معاونیت د ارکان رئیس محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا" په مشرۍ پلاوي د کابل ولایت د څرخي پله د مرکزي زندان له مسوولینو سره ولیدل او د زندانیانو په اړوند مسایلو یې ورسره خبرې اترې او سلا مشورې وکړې.

داراز، د محترم مولانا په مشرۍ پلاوي د نوموړي محبس له محبوسینو سره هم له نږدې وکتل، د هغوی وضعیت یې وارزاوه چې نوموړو له دوی سره د مسوولینو چلند ښه یاد کړ.

همدا راز، پلاوي نوموړو محبوسېنو ته ډاډ ورکړ چې د تل په څېر به یې ستونزو او غوښتنو ته رسېدنه کېږي، او اړوندو مسوولينو ته د نوموړو لپاره د اسانتياوو پر لا زیاتولو، ستونزو او روا غوښتنو ته یې د رسېدنې په موخه لازمې لارښوونې وکړې.

دغه راز، پلاوي د یاد محبس د پرسونل او زندانیانو لپاره له پخلنځي څخه هم ليدنه وکړه او د غذايي توکو د کیفیت، د پخولو د څرنګوالي په اړه یې له اړوندو مسوولینو او پخوونکو سره خبرې وکړې او نوموړو ته یې د خوړو د کیفیت د لاښه کولو او د پاکۍ او نظافت پر پام کې نیولو په موخه لازمې لارښوونې وکړې.

په ورته وخت کې، پلاوي د یاد محبس د روغتیايي چارو، پلورنځي، امنیتي پوستو، ټاورونو او قراولونو وضعیت وارزوه او د شتو ستونزو د حل لپاره یې اړوند مسوولینو ته لازمې او د پام وړ لارښوونې وکړې.

 

صفر المظفر ۲۲/ ۱۴۴۶

د مقام د  دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۲:۵۸
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې د چارو لا ښه شفافیت په موخه غونډه ترسره شوه

د یادې ادارې د پالېسۍ او مسلکي مرستيال محترم الحاج محمد کاظم "طارق" په مشرۍ په دې غونډه کې، چې د ادارې د خدماتو رئیس محترم مولوي سیدولي "عبدالله"، د دغه معاونیت د دفتر امر محترم خلیل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۱:۳
Background image

لنډ ولایتي خبرونه:( پکتیکا، بلخ )

پکتیکا:

د پکتیکا ولایت نوي امر رسماً په دنده پیل وکړ

د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ په سپارښتنه محترم مولوي احسان الله "صلاح الدین" د یاد ولایت د زندان پرسونل ته د نوي امر په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۰:۵۹
Background image

د پنجشېر ولایت  د زندان (۲۳) تنه زندانيان له عفوې او تخفیفه برخمن شول

د ا.ا.ا. د سترې محکمې د عالي مقام د هدایت او تائیدۍ پر بنسټ د لوی اختر په مناسبت د پنجشېر ولایت د زندان (۱۲) تنه زندانیان عفوه او خوشې او (۱۱) تنو نورو ته د بند به موده کې تخفیف ورکړل. . .

BACK TO NEWS