د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي چارو مرستیال د تخنیک او وسلو عمومي مدیریت له یو شمېر نظامي مسوولینو سره د چارو د لاښوالي او پرمختګ په موخه ناسته وکړله

news_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۲:۱۳
نظامی

 محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم "طارق" په خپل کاري دفتر کې د دې ادارې د تخنیک او وسلو عمومي مدیر سمونوال مولوي محمد برات "ابوبکر" او یو شمېر نظامي برخو مسوولینو سره د یادې لیدنې پرمهال نوموړو سره د تخنیک اړوند وسلو او وسایطو څرنګوالي، د سلسله مراتبو او نظامي نظم، مسوولیتونو، همکاریو او اړوندو نورو مسایلو په اړه خبرې اترې وکړې.

داراز، د نوموړې ادارې د نظامي چارو مرستیال خپلو خبرو په ترڅ کې وویل: «هڅه وکړی چې د یادې ادارې اړوند وسایطو، وسلو او نورو تجهیزاتو څخه ښه پالنه، ساتنه او استفاده ترې وکړئ ځکه دا بیت المال دي».

په پای کې، محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم "طارق" د یاد مدیریت مسوولینو او پرسونل ته سپارښتنه وکړله، څو ورسپارل شوي مسوولیتونه او چارې د اسلامي شریعت او له تقنیني اسنادو سره سم او پر وخت ترسره کړي.

 

 

رمضان المبارک ۱۸/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۵۴
Background image

ولایتي خبرونه:( ننګرهار، فاریاب) د ننګرهار ولایت د  زندان په جامع جومات کې د زندان نظامي او ملکي پرسونل لپاره پيل شوې د تفسیر القران کریم دوره پای ته ورسېده

 ياده دوره چې د شعبان میاشتې په جریان کې پیل شوې وه، د قرآن کریم د تفسیر، ديني پوهاوي او فکري اصلاح په موخه ترسره کېده، پرتمینو مراسمو پرمهال او د اختتامیې د دعا په ویلو سره پای ته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۳۱
Background image

د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز (۹۹) تنه محجوزین له عفوې او تخفیفه برخمن شول

د ا.ا.ا. د سترې محکمې د عالي مقام په هدایت او د زندانونو چارو د سمون ادارې په همغږۍ او د اړوندو اورګانونو په ګډون د ټاکل شوي پلاوي له خوا د کوچني اختر په مناسبت د کابل ولایت د ماشومانو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۳:۲۳
Background image

ولایتي خبرونه: )ننګرهار، بامیان، هلمند( د ننګرهار، بامیان او هلمند ولایتونو د زندانونو (۱۵۳۸) تنه زندانیان له عفوې او تخفیفه برخمن شول

د ا.ا.ا. د سترې محکمې د عالي مقام په هدایت او د زندانونو چارو د سمون ادارې په همغږۍ او د اړوندو اورګانونو په ګډون د ټاکل شوي پلاوي له خوا د کوچني اختر  په مناسبت د ننګرهار، بامیان او. . .

BACK TO NEWS