د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي چارو معاونیت د ارکان رئیس د یوه پلاوي په مشرۍ د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې له مرکزه لیدنه وکړه

news_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۲ - ۱۰:۲۳
مرکز اصلاح

د محترم پاسوال مولوي اسدالله "مولانا" په مشرۍ دغه پلاوي له نوموړي مرکز څخه د دې لیدنې پرمهال لومړی د مرکز مسوولینو سره پر اړوندو مسایلو خبرې وکړې او هغوی ورته له خپله اړخه د دې مرکز او محجوزینو لپاره د برابرو شویو امکاناتو، مرستو او لازمو خدمتونو په هکله بشپړ معلومات ورکړل، چې د پلاوي مشر یې تر اورېدو وروسته د خوښۍ په څرګندولو د هغو د لاښه والي لپاره ګټورې لارښوونې وکړې. 
همداشان، د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي چارو معاونیت د ارکان رئیس او مل پلاوي یې د یاد مرکز له محجوزینو سره هم له نږدې ولیدل، د هغوی روا غوښتنې یې واورېدې او د رسېدنې په موخه یې د مرکز مسوولین متوجه کړل.
داراز، د محترم پاسوال مولوي اسدالله "مولانا" په مشرۍ پلاوي د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز د محجوزو ماشومانو لپاره د زده کړو بهیر وارزاوه او په دې برخه کې یې د ښو لاسته راوړنو د ستاینې ترڅنګ، مسوولینو ته د یادو ماشومانو لپاره د ښې او خوندي فضا د رامنځته کولو په هکله لازمې لارښوونې وکړې. 

جمادي الثاني-۱۹/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۱ - ۱۴:۱۲
Background image

د کابل ولایت د څرخي پله مرکزي زندان رئیس د یوناما له پلاوي سره وليدل

محترم الحاج مولوي عبدالمالک "خاکسار"‌ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د مرستندویه ماموریت (یوناما) له پلاوي سره په دې لیدنه کې د دې زندان د زندانیانو د ژوندانه د وضعیت، د هغوی د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۲:۵۸
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې د چارو لا ښه شفافیت په موخه غونډه ترسره شوه

د یادې ادارې د پالېسۍ او مسلکي مرستيال محترم الحاج محمد کاظم "طارق" په مشرۍ په دې غونډه کې، چې د ادارې د خدماتو رئیس محترم مولوي سیدولي "عبدالله"، د دغه معاونیت د دفتر امر محترم خلیل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۱:۳
Background image

لنډ ولایتي خبرونه:( پکتیکا، بلخ )

پکتیکا:

د پکتیکا ولایت نوي امر رسماً په دنده پیل وکړ

د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ په سپارښتنه محترم مولوي احسان الله "صلاح الدین" د یاد ولایت د زندان پرسونل ته د نوي امر په. . .

BACK TO NEWS