د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي چارو معاونیت د ارکان رئیس د یوه پلاوي په مشرۍ د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې له مرکزه لیدنه وکړله
د محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا" په مشرۍ پلاوي له نوموړي مرکز څخه د لیدنې پرمهال لومړی د دې مرکز له رئیس محترم مولوي شرافت الله "حقاني" سره پر اړوندو مسایلو خبرې وکړې او هغه ورته له خپله اړخه د دې مرکز او محجوزینو لپاره د برابرو شویو امکاناتو، مرستو او لازمو خدمتونو په هکله بشپړ معلومات ورکړل.
همداشان، د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي معاونیت د ارکان رئیس د نوموړي مرکز له محجوزینو سره هم له نږدې ولیدل، د هغوی ستونزې او غوښتنې یې واورېدې چې پلاوي له هغوی سره یې ژمنه وکړله، چې د زندانونو چارو د سمون ادارې رهبري به پرې خبروي، څو یې په مرکز کې حل لاره پیدا او په اړه یې مناسبه پرېکړه وشي.
همداراز، محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا" د یاد مرکز محجوزینو ته توصیه وکړله، چې تېرو کړنو څخه پېښمانه او ادارې لخوا په چمتو شویو اصلاحي او زده کړه ییزو برنامو کې خپله ونډه لا زیاته کړي څو د حجز مودې په پوره کېدو سره سم لوستي او کاسب وګړو په توګه خپلې کورنۍ او ټولنې ته د خدمت وړ او عادي ژوند ته را وګرځي.
په پای کې، نوموړي پلاوي د دې مرکز د محجوزینو لپاره د خوړو (اعاشې) اباتې، پخلنځي او روغتیايي چارو وضعیت له نږدې وارزاوه او د یاد مرکز محجوزینو لپاره د ښو خدماتو په پار د مسولینو کړنې وستایلې.
شعبان المعظم ۵/ ۱۴۴۷
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت
