د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي چارو معاونیت د ارکان رئیس په مشرۍ پلاوي د فراه ولایت د زندان څخه د لیدنې ترڅنګ د یاد ولایت زندان لپاره نوی امر هم معرفي کړ
د محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا" په مشرۍ پلاوي په داسې حال کې چې د هلمند د زندان رئیس محترم الحاج ملا بهاوالدین "عاطف" ورسره مل وو، د نوموړي زندان څخه د دې لیدنې پرمهال لومړی د دې زندان مسوولینو سره پر اړوندو مسایلو خبرې وکړې او هغوی ورته له خپله اړخه د دې زندان او زندانیانو لپاره د برابرو شویو امکاناتو، مرستو او لازمو خدمتونو په هکله بشپړ معلومات ورکړل، چې د پلاوي مشر یې تر اورېدو وروسته د خوښۍ په څرګندولو د هغو د لاښه والي لپاره لازمې لارښوونې وکړې.
داراز، د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي چارو معاونیت د ارکان رئیس او مل پلاوي یې د یاد زندان له زندانیانو سره هم له نږدې ولیدل، د هغوی غوښتنې یې واورېدې او د رسېدنې په موخه یې د زندان مسوولین متوجه کړل.
د محترم مولانا په مشرۍ پلاوي د دې زندان د خوړو ، اباتې، پخلنځي، تعمیراتي او روغتیايي چارې، امنیتي پوستې، ټاورونه او قراولونه وارزول او د شته ستونزو د حل لپاره یې اړوند مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.
همداراز، د نظامي معاونیت د ارکان رئیس محترم پاسوال الحاج اسدالله مولانا له لورې محترم الحاج مولوي مسافر د فراه ولایت د زندان نوي امر په توګه د نوموړي زندان پرسونل ته معرفي او په چارو کې ورته د بریالیتوب هیله وشوه.
صفر المظفر ۱۷/ ۱۴۴۷
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت
