د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال د مرکز کابل او (۳۳) ولایتونو د زندانونو رئیسانو، مرستیالانو او امرینو ته د زندانونو د رهبرۍ، اداري نظم او د زندانیانو د سالمې ساتنې په موخه د (۱۵) ورځیني سمینار له بهیره لیدنه وکړه

news_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۵ - ۱۵:۱۳
سیمینار

محترم الحاج محمدکاظم "طارق" نن( چهار شنبې) په داسې حال کې چې د یادې ادارې د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي نظر محمد "ناصري"، د کارکوونکو چارو رئیس محترم مولوي ضیاء الرحمن "سعید"، د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو رئیس محترم عبیدالله "اخلاص" او یوشمېر نورو مسوولینو هم شتون درلود، د نوموړي سمینار له بهیره د لیدنې پرمهال ګډونوالو ته په خپلو خبرو کې وویل؛ له دې فرصت او د ښوونکو له تجربو څخه په استفادې هم خپل مسوولیتونه په سمه توګه ترسره او هم دې ترلاس لاندې پرسونل خپلو مسوولیتونو ته متوجه کړئ، څو یې په وینا په چارو کې نیمګړتیاوې حل او لا ښه کاري چاپېریال رامنځته ته شي.

داراز، د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال زیاته کړله، زندانیان ستاسو د وروڼو په څیر دي نو له نوموړو سره داسې چلند وکړئ چې د هغوی د اصلاح سبب شي او تیرو نارو کړنو څخه په پېښمانه او په راتلونکې کې د جرم مرتکب نه شي.

محترم الحاج محمد کاظم طارق وویل: « له دغه فرصت څخه ګټه پورته کړئ خپلې هڅې لا زیاتې کړئ او په دغه سمینار کې له سره ترلاسه کړو زده کړو او تجروبو څخه په خپلو چارو کې په اعظمي ټوکه کار واخلئ ».

په ورته وخت کې، د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو رئیس محترم عبیدالله اخلاص له لورې د عایداتي پروتوکولونو، عایداتي سرچېنو عوایدو او د موسساتو فعالیتونو په اړه د سمینار ګډونوالو ته معلومات وړاندې شول.

د یادونې وړ بولو، دغه سمینار چې د زندانونو چارو د سمون ادارې د مرکز او ولایتونو مسوولینو لپاره د زندانونو د رهبرۍ، اداري نظم او د زندانیانو د سالمې ساتنې په اړه د پوهاوي او وړتیا لوړونې په موخه جوړ شوی (۱۵) ورځې به دوام ولري.

 

صفر المظفر ۱۲/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۵۴
Background image

ولایتي خبرونه:( ننګرهار، فاریاب) د ننګرهار ولایت د  زندان په جامع جومات کې د زندان نظامي او ملکي پرسونل لپاره پيل شوې د تفسیر القران کریم دوره پای ته ورسېده

 ياده دوره چې د شعبان میاشتې په جریان کې پیل شوې وه، د قرآن کریم د تفسیر، ديني پوهاوي او فکري اصلاح په موخه ترسره کېده، پرتمینو مراسمو پرمهال او د اختتامیې د دعا په ویلو سره پای ته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۳۱
Background image

د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز (۹۹) تنه محجوزین له عفوې او تخفیفه برخمن شول

د ا.ا.ا. د سترې محکمې د عالي مقام په هدایت او د زندانونو چارو د سمون ادارې په همغږۍ او د اړوندو اورګانونو په ګډون د ټاکل شوي پلاوي له خوا د کوچني اختر په مناسبت د کابل ولایت د ماشومانو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۳:۲۳
Background image

ولایتي خبرونه: )ننګرهار، بامیان، هلمند( د ننګرهار، بامیان او هلمند ولایتونو د زندانونو (۱۵۳۸) تنه زندانیان له عفوې او تخفیفه برخمن شول

د ا.ا.ا. د سترې محکمې د عالي مقام په هدایت او د زندانونو چارو د سمون ادارې په همغږۍ او د اړوندو اورګانونو په ګډون د ټاکل شوي پلاوي له خوا د کوچني اختر  په مناسبت د ننګرهار، بامیان او. . .

BACK TO NEWS