د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال په افغانستان کې د سویس هېواد د همکاریو سازمان له استازي سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل

news_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۹ - ۱۵:۲۰
۸۸۸۸للابا

د دې ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم قاري محمد بلال "فاتح" ‌په داسې حال کې، چې د نوموړې ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو رئیس محترم عبیدالله "اخلاص"، د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي نظر محمد "ناصري"او یو شمېر نورو مسوولینو هم شتون درلود، په افغانستان کې د سویس هېواد د همکاریو سازمان له استازي ښاغلي ایریک مارکلې سره ولیدل او د زندانیانو د ژوندانه د وضعیت، د هغوی د بشري حقونو د خوندیتوب او په نورو اړوندو موضوعاتو یې ورسره خبرې اترې وکړې.

همداشان، د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم قاري محمد بلال فاتح نوموړي پلاوي ته د ښه راغلاست وويلو ترڅنګ د یاد سازمان د همکاريو څخه مننه وکړله او وویل چې د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوند زندانونه په اصلاحي او روزنیزو مرکزونو بدل شوي، د هغوي ټول شرعي او  انساني حقونه خوندي او د دیني، عصري او حرفوي زده کړو زمینه هم ورته برابره شوې.

داراز، د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال په مشرۍ پلاوي د سویس هېواد د همکاریو سازمان له استازي څخه د زندانیانو لپاره د مناسبې تغذیې، د روغتیایي تجهیزاتو، روغتیایي مراکزو او د متخصصو ډاکټرانو په ګومارنې، ښځینه زندانیانو ته د سپورت او بدني روزنې موادو برابرولو او د هغوی لپاره د روغتیا په برخه کې د اړینو توکو او موادو برابرول، د یادې ادارې تر چتر لاندې زندانونو ته د برېښنا لپاره د سولر سیستم جورولو او یو شمېر نورو برخو کې د همکارۍ غوښتنه وکړله چې د سویس هېواد د همکاریو سازمان له استازي ښاغلي ایریک مارکلې په مشرۍ پلاوي له لوري ورته د رسېدنې ډاډ ورکړل شو.

 

رجب المرجب ۹/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۲ - ۱۴:۷
Background image

ولایتي خبر(ننګرهار) د ننګرهارولایت په زندان کې د قرآنکريم د تفسير دوره پيل شوه

د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ په سپارښتنه، د یاد زندان مسوولینو په هڅو د ښوونیزو پروګرامونو پر دوام، د روژې مبارکې میاشتې را رسېدو په پار د یاد ولایت په زندان کې د قرآن عظيم. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۹ - ۹:۰
Background image

ولایتي خبرونه: (پکتیکا، کندز) د پکتیکا او کندز ولایتونو په زندانونو کې د قرآن کریم د ترجمې او تفسیر دورې پیل شوې

د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ په سپارښتنه، د پکتیکا او کندز ولایتونو په زندانونو کې د روژې مبارکې میاشتې د رارسېدو په پار د یادو زندانونو ملکي او نظامي کارکوونکو او زندانیانو ته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۸ - ۱۴:۳۳
Background image

ولایتي خبرونه: (جوزجان، غزني) د جوزجان ولایت د زندان له ښځینه محبوسینو او محجوزینو سره د اکتید موسسۍ له لورې د ژمنیو او حفظ الصحه توکو مرسته وشوه.

یاده مرسته، د زندانونو چارو د سمون ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست په هڅو، د دې ولایت د زندان د مسوولینو په همغږۍ او د اکتید موسسې له خوا وشوه، چې جمپر، صابون، شامپو،. . .

BACK TO NEWS