د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال په مشرۍ یوه پلاوي د لوګر ولایت د زندان ارزونه وکړله

news_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۲ - ۱۵:۲۶
پالیسی

محترم الحاج محمدکاظم "طارق" په داسې حال کې، چې د یادې ادارې  یو شمېر مسوولینو یي هم ملتیا کوله، د لوګر ولایت د زندان له مسوولینو سره په اړوندو مسایلو خبرې وکړې.

همداشان، د ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم الحاج محمدکاظم طارق په مشرۍ پلاوي دغه زندان د بېلابیلو برخو څخه د لیدنې ترڅنګ يې د زندانیانو سره په کتنه کې د هغوی د حال او د محبس د وضعیت په اړه پوښتنه وکړله، چې د هغوی له لورې ورته د رضایت په څرګندولو سره ډاډ ورکړل شو.

همداراز، زندانیانو یو لړ غوښتنې لرلې، چې د پلاوي له لورې ورته د حل ډاډ ورکړل شو.

په ورته وخت کې، محترم الحاج محمد کاظم طارق وویل: « تاسو زندانیان نه، بلکه موږ ته د کورنیو امانت یاست، خو هیله مو دا ده چې په زندان کې دیني ، سواد او کسب زده کړو له شته فرصته په استفادې د خپل وخت له بې ځایه ضایع کېدو  څخه د مخنیوي په موخه خپل ځان  اصلاح او له بند څخه تر ازادېدو وروسته د  ګټورو وګړو په توګه خپلې کورنۍ او ټولنې سره یو ځای شئ ».

د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال په مشرۍ پلاوي د نوموړي ولایت د زندان د پخلنځي څخه هم لیدنه وکړله او اړوندو  مسوولینو ته یې لارښوونې وکړې، چې د پخلنځي نظافت او پاکۍ  ته جدي پاملرنه وکړي.

د دې لیدنې په پای کې، د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم الحاج محمدکاظم "طارق" په مشرۍ پلاوي د لوګر ولایت د زندان  د مسوولینو او مؤظفینو هڅې او خدمتونه وستایل او ورته یې د لاښه کېدو په موخه لازمې  لارښوونې وکړې.

 

صفر المظفر ۹/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۹:۱۹
Background image

 ولایتي خبرونه: (پکتیا، کونړ) د پکتیا ولایت په زندان کې زندانیانو ته د )اصلاح او بریا( تر سرلیک لاندې د والیبال سیالیو ټورنمنټ پای ته ورسېد

دغه ټورنمنټ، چې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د ښوونې او بیا روزنې ریاست په هڅو شاوخوا یوه میاشت وړاندې پیل شوی و، په کې د پکتیا د زندان د زندانیانو د(۳) لوبډلو، د دې زندان د مسوولینو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۴:۳۹
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال خوست ولایت زندان څخه تر لیدنې وروسته د دې زندان لپاره نوی امر معرفي کړ

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم الحاج قاري محمد بلال "فاتح" په داسې حال کې، چې د پکتیا ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبد الغني "عادل"، د لوګر ولایت د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۲:۳۹
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې مسوولینو ته د پنځه کلن ستراتیژیک پلان د ترتیب په موخه یو ورځنی سمینار جوړ شو

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د پنځه کلن ستراتیژیک پلان د ترتیب او تنظیم په موخه یو ورځنی سمینار جوړ شو، چې د دې ادارې د مقام د دفتر رئیس محترم قاري رحمت الله "ګلزاد"، د پلان او پالېسی. . .

BACK TO NEWS