د زندانونو چارو د سمون ادارې د پلان او پالېسۍ ریاست د ادارې د پالیسۍ او مسلکي چارو معاونیت ته راتلونکي پلانونه وړاندې کړل

news_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۲:۵۷
خبر چاری قل

د زندانونو چارو د سمون ادارې د پلان او پالېسۍ رئیس محترم چهاري قل "ادیب" د ادارې د پالیسۍ او مسلکي چارو مرستال محترم الحاج مولوي محمد کاظم "طارق" ته د دې راست له لوري جوړ شوي راتلونکي پلانونه وړاندې کړل.

داراز، محترم الحاج مولوي طارق د زندانونو چارو د سمون ادارې د پلان او پالېسۍ ریاست له کړنو خوښي و ښوده او د یاد ریاست پلانونه یې ارزښتمن یادکړل.

همداراز، د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالیسۍ او مسلکي چارو مرستیال د یاد ریاست مسوولینو ته لارښوونه وکړله څو د ادارې لپاره لا نورې هم ګټورې برنامې په لاره واچوي څو پر مټ یې غوره کاري چاپېریال رامنځ ته شي.

 

رمضان المبارک ۱۶/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳ - ۱۱:۴۴
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال د کابل ولایت د څرخي  پله له مرکزي زندان، له نشه یي توکو سره د مبارزې توقیفخونې او د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز څخه په جلا جلا توګه لیدنه وکړله

د دغې ادارې د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم  "طارق" او ورسره مل پلاوي یې د څرخي پله، له نشه یي توکو سره د مبارزې توقیفخونې او د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۵۴
Background image

ولایتي خبرونه:( ننګرهار، فاریاب) د ننګرهار ولایت د  زندان په جامع جومات کې د زندان نظامي او ملکي پرسونل لپاره پيل شوې د تفسیر القران کریم دوره پای ته ورسېده

 ياده دوره چې د شعبان میاشتې په جریان کې پیل شوې وه، د قرآن کریم د تفسیر، ديني پوهاوي او فکري اصلاح په موخه ترسره کېده، پرتمینو مراسمو پرمهال او د اختتامیې د دعا په ویلو سره پای ته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۳۱
Background image

د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز (۹۹) تنه محجوزین له عفوې او تخفیفه برخمن شول

د ا.ا.ا. د سترې محکمې د عالي مقام په هدایت او د زندانونو چارو د سمون ادارې په همغږۍ او د اړوندو اورګانونو په ګډون د ټاکل شوي پلاوي له خوا د کوچني اختر په مناسبت د کابل ولایت د ماشومانو. . .

BACK TO NEWS