د زندانونو چارو د سمون ادارې د کشف او اوپرایفي رئیس د میدان وردګو ولایت له زندانه لیدنه وکړه
د دې ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمديوسف "مستري" په سپارښتنه، د ادارې د کشف او اوپراتیفي رئیس محترم مولوي عطامحمد "محمد" په مشرۍ ټاکل شوي پلاوي، تېره ورځ د د میدان وردګ ولایت د زندانه له امر محترم مولوي صلاح الدین سره ولیدل او په اړوندو موضوعګانو یې ورسره خبرې اترې او سلا مشورې وکړې.
داراز، پلاوي د نوموړي ولایت له زندانیانو سره په کتنه کې د هغوی ستونزي او غوښتنې له نږدې واورېدې او هغوی ته یې ډاډ ورکړ چې ستونزې او غوښتني به یې اړوندو مسوولینو سره شریکي کړي.
همدا راز د زندانونو چارو د سمو ادارې د کشف او اوپراتیفي رئیس چې د میدان وردګو ولایت د زندان امر محترم مولوي صلاح الدین هم ورسره د یاد زندان بیا رغونې چارو څخه لیدنه وکړه.
نوموړي مسوولین وايي، د دې ولایت د زندان د بیا رغونې چارې په ښه او معیاري توګه بشپړې شوې، چې له امله به یې زندانیانو ته لازمې او د پام وړ اسانتیاوې برابرې شي.
د یادولو ده چې د ملګرو ملتونو په مالي ملاتړ او د یادې ادارې په همکارۍ د یاد زندان ودانۍ ترڅنګ د ښځېنه څانګې، د ماشومانو د اصلاح او روزنې، دروازې او دیوالونه بیا رغول شوي دي.
ربیع الاول ۱۰ / ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت
