د زندانونو چارو د سمون ادارې د ګومارنو، تشکيلاتو او د چارو د تنظيم کمېسیون په ناسته کې د دې ادارې پر یو شمېر حقوقي او تخنيکي مسایلو بحث اوخبرې اترې وشوې

news_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۸ - ۱۴:۱
کمیسیون

ياده ناسته چې نن (چهار شنبې) د زندانونو چارو  د سمون ادارې سرپرست او د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم قاري عبدالله همدرد په مشرۍ او د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" د نظامي معاونیت د ارکان رئیس محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا" او شمېر غړو رئیسانو په ګډون جوړه شوې وه، په کې د ادارې پر  یو شمېر حقوقي او تخنيکي مسایلو او یادې ادارې ته د فرضي حج د سهمیو په اړه خبرې اترې وشوې چې  په کې د فرضي حج په پار د دې ادارې کارکوونکو ته  د پنځو سهمیو په تړاو په روڼه توګه پچه اچونه ترسره شوه او په پایله کې سعودي عربستان ته د فرضي حج ادا کولو په موخه پنځه تنه د پچې په اساس غوره شول او اړوندو  مسوولینو ته لارښوونه وشوه چې نوموړي کسان د ارشاد حج او اوقافو محترم وزارت ته ور وپژني.
داراز، په دې ناسته کې  د ځینو نورو اړتیا وړ مهمو موضوعګانو په هکله بحث وشو او په دې تړاو اړوندو مسوولینو ته لازمې لارښوونې هم وشوې.
د یادونې وړ بولو، چې د نوموړي کمېسیون د رامنځته کېدو موخه د ادارې د تشکيلاتو، ګومارنو او د چارو د سمون او مربوطه مهمو مسایلو څېړل، بحث او د شرعي اصولو او تقنيني اسنادو په رڼا کې پرېکړې کول دي.

رجب المرجب ۲۶/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست 
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱ - ۹:۵۸
Background image

د ننګرهار ولایت د زندان (۶۶۹) تنه زندانیان له عفوې او تخفیفه برخمن شول

د ا.ا.ا. د عالیقدر امیرالمومنین (حفظه الله) په سپارښتنه د سترې محکمې په مشرۍ او اړوندو نورو امارتي اورګانونو په غړیتوب ټاکل شوي پلاوي په دې وروستیو کې د زندانونو چارو د سمون دارې په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۳:۴۶
Background image

ولایتي خبرونه: (کندز، غزني، پروان) کندز: د کندز ولایت د زندان (۱۵۵) تنه زندانیان له عفوې او تخفیفه برخمن شول

د ا.ا.ا. د عالیقدر امیرالمومنین (حفظه الله) په سپارښتنه د سترې محکمې په مشرۍ او اړوندو نورو امارتي اورګانونو په غړیتوب ټاکل شوي پلاوي په دې وروستیو کې د زندانونو چارو د سمون دارې په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۲:۵۱
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي چارو معاونیت د ارکان رئیس په مشرۍ  پلاوي د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې له مرکزه لیدنه وکړله

د محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا" په مشرۍ پلاوي له نوموړي مرکز څخه د لیدنې پرمهال لومړی د دې مرکز له رئیس محترم مولوي مولوي شرافت الله "حقاني" سره  پر اړوندو مسایلو خبرې وکړې او هغه. . .

BACK TO NEWS