د زندانونو چارو د سمون ادارې د ګومارنو، تشکيلاتو او د چارو د تنظيم کمېسیون په ناسته کې د مرکز او ولایتونو پر  یو شمېر حقوقي او تخنيکي مسایلو بحث اوخبرې اترې وشوې

news_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۸ - ۱۲:۱۵
کمیسیون

ياده ناسته چې نن(یکشنبې) د زندانونو چارو  د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستيال محترم قاري عبدالله "همدرد" په مشرۍ او د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر"،  د مالي او اداري عمومي رئیس محترم مولوي عبدالهادي "مالي اخندزاده"، د نظامي چارو معاونیت د ارکان رئیس محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا"، د مقام د دفتر رئیس محترم قاري رحمت الله "ګلزاد" د خدماتو رئیس محترم الحاج مولوي عبدالمالک "خاکسار"، د بشري سرچینو رئیس محترم مولوي ضیاالرحمن "سعید"، د څرخي پله مرکزي محبس رئیس محترم مولوي خالقداد "رحمت" او د پالېسۍ او مسلکي چارو معاونیت د دفتر امر محترم خلیل الله "بکتاش" په ګډون جوړه شوې وه، په کې د مرکز او ولايتونو د زندانونو د اړتیا وړ مهمو تخنیکي موضوعګانو په هکله خبرې اترې او مسوولینو ته د شرعي قوانینو په رڼا کې لازمې لارښونې وشوې.

د یادونې وړ بولو، چې د نوموړي کمېسیون د رامنځته کېدو موخه د ادارې د تشکيلاتو، ګومارنو او د چارو د سمون او مربوطه مهمو مسایلو څېړل، بحث او د شرعي اصولو او تقنيني اسنادو په رڼا کې پرېکړې کول دي.

 

ربیع الاول ۵/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۲:۱۳
Background image

ولایتي خبرونه (بامیان، زابل، خوست) د بامیان ولایت په زندان کې ښځینه محبوسینو ته د خیاطۍ او ګلدوزۍ شاپ پرانېستل شو

د بامیان ولایت په ښځینه زندان کې د ښځینه محبوسینو د اصلاح، روزنې او ځان بسیاینې په موخه د خیاطۍ او ګلدوزۍ نوی شاپ پرانېستل شو.

د یاد شاپ د پرانېستې پر مهال د زندان رئیس مولوي عبدالرحیم. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۰:۳
Background image

ولایتي خبرونه: (غزني، کندز) د غزني ولايت په زندان کې د ښځینه بندیانو لپاره د خیاطۍ شاپ پرانیستل شو

د غزني ولایت د زندان رئیس محترم ملا محمد نور "بلال شاهین" وايي، د دې پروګرام اساسي موخه ښځینه زندانیانو ته مسلکي مهارتونو زده کړه ده، څو هغوی وکولای شي له ازادېدو وروسته په ټولنه کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۹:۲۲
Background image

ولایتي خبر: (پکتیا) د پکتیا ولایت د زندان نظامي مسوولینو او پرسونل ته د ظرفیت لوړونې په موخه پنځلس ورځینی سمینار پیل شو


داراز، د پکتیا زندان د رئیس محترم قاري عبد الغني "عادل" په وینا، دغه سمینار کې ګډونوالو ته د تجربه لرونکو استادانو له لورې به د دیني لارښوونو، نظامي اوصولو، اداري چارو، انضباط او مسلکي. . .

BACK TO NEWS