د زندانونو چارو د سمون ادارې د ګومارنو، تشکيلاتو او د چارو د تنظيم کمېسیون په ناسته کې د مرکز او ولایتونو پر یو شمېر حقوقي او تخنيکي مسایلو بحث اوخبرې اترې وشوې

news_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۸ - ۱۵:۳۸

ياده ناسته چې نن (چهارشنبې ) د زندانونو چارو  د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستيال محترم قاري عبدالله "همدرد" په مشرۍ او د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر"، د مالي او اداري عمومي رئیس محترم مولوي عبدالهادي "مالي اخندزاده"، د نظامي چارو  معاونیت د ارکان رئیس محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا"، د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز رئیس محترم مولوي شرافت الله "حقاني" او یو شمېر نورو مسوولینو په ګډون جوړه شوې وه، په کې د مرکز او ولايتونو د زندانونو د اړتیا وړ مهمو تخنیکي موضوعګانو په هکله خبرې اترې او مسوولینو ته د شرعي قوانینو په رڼا کې لازمې لارښونې وشوې.

د یادونې وړ بولو، چې د نوموړي کمېسیون د رامنځته کېدو موخه د ادارې د تشکيلاتو، ګومارنو او د چارو د سمون او مربوطه مهمو مسایلو څېړل، بحث او د شرعي اصولو او تقنيني اسنادو په رڼا کې پرېکړې کول دي.

 

جمادي الثاني ۱۶/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۲ - ۱۴:۷
Background image

ولایتي خبر(ننګرهار) د ننګرهارولایت په زندان کې د قرآنکريم د تفسير دوره پيل شوه

د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ په سپارښتنه، د یاد زندان مسوولینو په هڅو د ښوونیزو پروګرامونو پر دوام، د روژې مبارکې میاشتې را رسېدو په پار د یاد ولایت په زندان کې د قرآن عظيم. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۹ - ۹:۰
Background image

ولایتي خبرونه: (پکتیکا، کندز) د پکتیکا او کندز ولایتونو په زندانونو کې د قرآن کریم د ترجمې او تفسیر دورې پیل شوې

د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ په سپارښتنه، د پکتیکا او کندز ولایتونو په زندانونو کې د روژې مبارکې میاشتې د رارسېدو په پار د یادو زندانونو ملکي او نظامي کارکوونکو او زندانیانو ته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۸ - ۱۴:۳۳
Background image

ولایتي خبرونه: (جوزجان، غزني) د جوزجان ولایت د زندان له ښځینه محبوسینو او محجوزینو سره د اکتید موسسۍ له لورې د ژمنیو او حفظ الصحه توکو مرسته وشوه.

یاده مرسته، د زندانونو چارو د سمون ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست په هڅو، د دې ولایت د زندان د مسوولینو په همغږۍ او د اکتید موسسې له خوا وشوه، چې جمپر، صابون، شامپو،. . .

BACK TO NEWS