د زندانونو چارو د سمون ادارې د ګومارنو، تشکيلاتو او د چارو د تنظيم کمېسیون په ناسته کې پرمهمو مسایلو خبرې اترې وشوې
ياده ناسته، چې نن(چهار شنبې) د دغه کمېسیون د رئیس او د ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستيال محترم قاري عبدالله "همدرد" په مشرۍ او د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر"، د مالي او اداري عمومي رئیس محترم مولوي عبدالهادي مالي "اخندزاده" او د کمېسیون د یو شمېر غړو رئیسانو په ګډون جوړه شوې وه، په کې د ولسوالیو د توقیفخونو د ستونزو د حل په تړاو بحث وشو.
داراز، په دې ناسته کې د ګومارنو ځینو پاڼو په اصولي ډول مخته وړلو او اړتیا وړ مهمو موضوعاتو په هکله هم بحث وشو او په دې تړاو اړوندو مسوولینو ته د شرعي او قانوني اصولو په مطابق لازمې لارښوونې وشوې.
د یادونې وړ بولو، چې د زندانونو چارو د سمون ادارې د ګومارنو، تشکيلاتو او د چارو د تنظيم کمېسیون د رامنځته کېدو موخه د ادارې د تشکيلاتو، ګومارنو او د چارو د سمون او اړوندو مهمو مسایلو څېړل، بحث او د اصولو او تقنيني اسنادو په رڼا کې پرېکړې کول دي.
جمادي الاول ۱۵/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړيکو امريت
