د زندانونو چارو د سمون ادارې د ګومارنو، تشکيلاتو او د چارو د تنظيم کمېسیون په ۱۵مه ناسته کې پر یوشمېر حقوقي او تخنیکي مسایلو بحث وشو

ياده ناسته چې نن(چهار شنبې) د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمدیوسف "مستري" په مشرۍ او د دې ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستيال محترم قاري عبدالله "همدرد"، د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر"، د نظامي چارو د معاونیت د ارکان رئیس محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا"، د مقام د دفتر رئیس محترم عبیدالله "اخلاص" له عدلي او قضایي اورګانونو سره د اړیکو رئیس محترم مولوي عبدالله "حقیق"، د بشري سرچینو رئیس محترم مولوي ضیاالرحمن"سعید"، د کشف او اوپراتیفي رئیس محترم مولوي عطامحمد "محمد"، د مرکزي محبس رئیس محترم مولوي خالقداد "رحمت"، د نظامي ښوونې او روزنې د واحد قوماندانۍ قوماندان محترم مولوي شرافت الله "حقاني" او د پالېسۍ او مسلکي چارو معاونیت د دفتر امر محترم خلیل الله "بکتاش" په ګډون جوړه شوې وه، په کې د مرکز او ولايتونو د زندانونو پر یو شمېر حقوقي او تخنیکي مسایلو خبرې اترې وشوې.
داراز، په دې ناسته کې د ځینو نورو اړتیا وړ مهمو موضوعګانو په هکله بحث وشو او په دې تړاو اړوندو مسوولینو ته لازمې لارښوونې هم وشوې.
د یادونې وړ بولو، چې د نوموړي کمېسیون د رامنځته کېدو موخه د ادارې د تشکيلاتو، ګومارنو او د چارو د سمون او مربوطه مهمو مسایلو څېړل، بحث او د شرعي اصولو او تقنيني اسنادو په رڼا کې پرېکړې کول دي.
جمادي الثاني- ۲۷/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړيکو امريت