د زندانونو چارو د سمون ادارې د ګومارنو، تشکيلاتو او د چارو د تنظيم کمېسیون په ۷مه ناسته کې د دې ادارې پر یو شمېر حقوقي او تخنيکي مسایلو بحث اوخبرې اترې وشوې

news_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۲ - ۱۶:۵۵
کمیسیون

ياده ناسته چې نن(چهار شنبې) د زندانونو چارو  د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمدیوسف "مستري" په مشرۍ ، د ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستيال محترم قاري عبدالله "همدرد"، د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر"، د مالي او اداري عمومي رئیس محترم مولوي عبدالهادي مالي "اخندزاده"، د نظامي چارو د معاونیت د ارکان رئیس محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا" او د کمېسیون د یو شمېر غړو رئیسانو په ګډون جوړه شوې وه، په کې د مرکز او یو شمېر ولايتونو د زندانونو پر حقوقي او تخنیکي مسایلو او مشکلاتو بحث او خبرې اترې وشوې چې په اړه یې د ادارې د رهبرۍ له لوري د شرعي اصولو او تقنیني اسنادو په رڼا کې پریکړې وشوې.
 داراز، په دې ناسته کې د ځینو نورو اړتیا وړ مهمو موضوعاتو په هکله هم بحث وشو او په دې تړاو اړوندو مسوولینو ته لازمې لارښوونې وشوې.
د یادونې وړ بولو، چې د نوموړي کمېسیون د رامنځته کېدو موخه د ادارې د تشکيلاتو، ګومارنو او د چارو د سمون او مربوطه مهمو مسایلو څېړل، بحث او د شرعي اصولو او نافذه قوانینو په رڼا کې پرېکړې کول دي.

ربیع الاول ۱۹/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست 
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۸/۳ - ۱۲:۵۵
Background image

ولایتي خبرونه:(بادغیس، غور) د بادغیس ولایت د زندان امر او مل پلاوي د دې ولایت د بلامرغاب ولسوالۍ له توقیفخونې څخه ليدنه وکړله

د دغه ولایت د زندان امر محترم ملا سید باران "عدالتي" او مل پلاوي د نوموړي ولایت د بلامرغاب ولسوالۍ له توقیفخونې څخه د لیدنې پرمهال لومړی د یادې ولسوالیو د توقیفخونو مسوولینو له پلاوي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱ - ۹:۵۸
Background image

د ننګرهار ولایت د زندان (۶۶۹) تنه زندانیان له عفوې او تخفیفه برخمن شول

د ا.ا.ا. د عالیقدر امیرالمومنین (حفظه الله) په سپارښتنه د سترې محکمې په مشرۍ او اړوندو نورو امارتي اورګانونو په غړیتوب ټاکل شوي پلاوي په دې وروستیو کې د زندانونو چارو د سمون دارې په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۳:۴۶
Background image

ولایتي خبرونه: (کندز، غزني، پروان) کندز: د کندز ولایت د زندان (۱۵۵) تنه زندانیان له عفوې او تخفیفه برخمن شول

د ا.ا.ا. د عالیقدر امیرالمومنین (حفظه الله) په سپارښتنه د سترې محکمې په مشرۍ او اړوندو نورو امارتي اورګانونو په غړیتوب ټاکل شوي پلاوي په دې وروستیو کې د زندانونو چارو د سمون دارې په. . .

BACK TO NEWS