د زندانونو چارو د سمون ادارې د ګومارنو، تشکيلاتو او د چارو د تنظيم کمېسیون ۲۲مه ناسته کې پرمهمو مسایلو خبرې اترې وشوې
ياده ناسته، چې نن(دوشنبې) د دغه کمېسیون د رئیس او د ادارې د پالېسۍ او مسلکي مرستيال محترم قاري عبدالله "همدرد" په مشرۍ او د نظامي مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر"، د مقام د سلاکار محترم مولوي اسدالله "مولانا"، د مالي او اداري عمومي رئیس محترم مولوي عبدالهادي مالي "اخندزاده"، د مقام د دفتر رئیس محترم عبيدالله "اخلاص" او يو شمېر نورو ملکي او نظامي مسوولينو په ګډون جوړه شوې وه، په کې د مرکز او ولايتونو د زندانونو اداري او تخنیکي چارو د څرنګوالي په اړه بحث وشو.
داراز، په دې ناسته کې د زندانونو د پایوازۍ په بهیر کې د لا نورو اسانتیاوو برابرولو او ځینو نورو اړتیا وړ مهمو موضوعګانو په هکله هم خبرې اترې او اصولي او قانوني پرېکړې وشوې.
د یادونې وړ بولو، چې د زندانونو چارو د سمون ادارې د ګومارنو، تشکيلاتو او د چارو د تنظيم کمېسیون د رامنځته کېدو موخه د ادارې د تشکيلاتو، ګومارنو او د چارو د سمون او اړوندو مهمو مسایلو څېړل، بحث او د اصولو او تقنيني اسنادو په رڼا کې پرېکړې کول دي.
شعبان المعظم ۶/ ۱۴۴۴
د اطلاعاتو او عامه اړيکو امريت
