د زندانونو چارو د سمون ادارې د ګومارنو، تشکيلاتو او د چارو د تنظيم کمېټې په اوولسمه ناسته کې پر یو لړ مهمو مسایلو بحث وشو

news_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۸/۲۲ - ۱۴:۳۰
کمیته

ياده ناسته، چې نن(يکشنبې) د نوموړې کمېټې د رئیس او د ادارې د پالېسۍ او مسلکي مرستيال محترم قاري عبدالله "همدرد" په مشرۍ او د نظامي مرستیال محترم پاسوال قاري حبیب الله "بدر"، د مالي او اداري عمومي رئیس محترم مولوي عبدالهادي مالي "اخندزاده"، د کابل د زندانونو چارو د سمون رئیس محترم مولوي عبداللہ "حقيق"، د اداري او خدماتو رئیس محترم عبدالمالک "خاکسار" او د څرخي پله مرکزي زندان د قرارکاه د امنيتي قطعې قومندان محترم شرافت الله "حقاني" په ګډون جوړه شوې وه، په کې پر يوشمېر تخنیکي او نورو اړتیا وړ مهمو موضوعګانو خبرې اترې وشوې چې په پايله کې د اوصولو پر بنسټ او د قانون په رڼا کی مهم تصامیم ونيول شول.
د یادونې وړ بولو، چې د زندانونو چارو د سمون ادارې د ګومارنو، تشکيلاتو او د چارو د تنظيم کمېټې د رامنځته کېدو موخه د ادارې د تشکيلاتو، ګومارنو او د چارو د سمون او اړوندو مهمو مسایلو څېړل، بحث او پرېکړې کول دي.

ربېع الثاني ۱۸/ ۱۴۴۴
د اطلاعاتو او عامه اړيکو رياست

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۸ - ۱۳:۲۳
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال په مشرۍ پلاوي د ادارې  اړتیا وړ د تېلو څرنګوالي او لا ښه شفافیت په موخه ارزونه وکړله

د دغې ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم الحاج محمد کاظم "طارق" په مشرۍ پلاوي په داسې حال کې، چې د ادارې د خدماتو رئیس محترم مولوي سید ولي "عبد الله"، د عفوې او تخفیف فرامینو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۱۵:۳۶
Background image

د هلمند ولایت له زندان سره د سره صلیب له لورې د یو اندازه اړتیا وړ توکو مرسته وشوه  

یاده مرسته د زندانونو چارو د سمون ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست په همغږۍ د سره صلیب له لورې چې د حمام صابون، شامپو د غاښونو کریم او برس، پلاستیکي سطلونه، تشتونه، د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۱۵:۲۳
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې له کرنیزو ځمکو څخه د کدوګک شاوخوا (۱۰۰۰) کیلو ګرامه حاصلات راټول شول

یادې ادارې زندانیانو ته د دیني او عصري علومو، کسب زده کړې او ورزش ترڅنګ، د کرکېلې د ښې زمینې برابرولو او پرې د هغوی د بوختولو له امله (۲) میاشتې وړاندې د مرکزي زندان د ګارنېزیون په انګړ. . .

BACK TO NEWS