د زندانونو چارو د سمون ادارې سرپرست او د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال د ادارې د مالي او حسابي ریاست او د فرمانونو او حکمونو د پلي کولو امریت چارې وارزولې

news_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۴ - ۱۰:۴۰
مالی

د دغې ادارې سرپرست او د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم الحاج محمد کاظم "طارق" په مشرۍ پلاوي په داسې حال کې چې د پالېسۍ او مسلکي چارو معاونیت د دفتر امر محترم خلیل الله "بکتاش" او یو شمير نورو مسوولینو یي هم ملتیا کوله د زندانونو چارو د سمون ادارې د مالي او حسابي ریاست او د فرمانونو او حکمونو د پلي کولو امریت له مسوولینو او کارکوونکو سره وليدل او د هغوی د کړنو، لاسته راوړنو، ستونزو او غوښتنو په تړاو یې معلومات ترلاسه کړل.

په ورته وخت کې، پلاوي د دې ارزونې په ترڅ کې د یاد ریاست او امریت له اداري شعباتو څخه هم لیدنه وکړله او د کارکوونکو له منظم کاري پلان څخه یې خوښي څرګنده کړله.

داراز، د مالي او حسابي رئیس محترم مشعل"حکمت" او د فرمانونو او حکمونو د پلې کولو امر محترم مولوي شهیدالله "خالد" د زندانونو چارو د سمون ادارې سرپرست او د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال په ورتګ خوښي څرګنده او ژمنه یې وکړله چې پر وخت سره به د اصولو او تقنیني اسنادو مطابق چارې او ورسپارل شوي مسوولیتونه مخته وړي.  

دغه راز، د پالیسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم الحاج طارق په وينا، د ادارې د اړوندو برخو له ارزونې څخه یې هدف د اصولو مطابق د چارو ښه پرمخ وړل، د اصلاحاتو راوستل او د کارکونکو ستونزو او وړانديزونو ته په وخت رسېدنه ده.

 

شوال المکرم ۲۶/۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۷ - ۱۵:۶
Background image

د پکتیا ولایت د زندان رئیس او مل پلاوي د دې ولایت د زرمت ولسوالۍ له توقیفخونې څخه ليدنه وکړله

د دغه ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبدالغني"عادل" او مل پلاوي د نوموړي ولایت د زرمت ولسوالۍ له توقیفخونې څخه د لیدنې پرمهال د یادې توقیفخونې له مسوولینو سره په اړوندو مسایلو خبرې اترې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۶ - ۱۰:۳۸
Background image

د کابل ولایت د څرخي پله مرکزي محبس کې د محبوسینو ترمنځ ولیبال سیالي ترسره شوه

 

دغه یوه ورځینۍ دوستانه سیالي د زندانونو چارو د سمون ادارې د ښوونې او بیا روزنې ریاست له لورې او د یاد زندان د مسوولینو په همکارۍ  د نوموړي محبس د پینځم او نهم بلاکونو د محبوسینو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۴ - ۱۴:۱۷
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې مسوولینو د امارتي ادارو له یو شمېر ویاندویانو او د مطبوعاتو له مسؤلینو سره د ګډو همغږیو او همکارۍ په اړه غونډه وکړله.

 

د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم الحاج محمد کاظم "طارق" په داسې حال کې، چې د دې ادارې نظامي مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر"، د مقام. . .

BACK TO NEWS