د زندانونو چارو د سمون ادارې سرپرست او مل پلاوي يې د کابل ولایت مرکزي توقیفخونې د پایوازۍ بهیر وارزوه

news_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۰ - ۱۵:۳۱
پالیسی

د نوموړې ادارې سرپرست او د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم قاري عبدالله "همدرد" په داسې حال کې، چې د ادارې د کشف او اوپراتیفي رئیس محترم مولوي عطامحمد "محمد"، د نظامي چارو معاونیت د ارکان رئیس محترم پاسوال مولوي اسدالله "مولانا"، د کابل ولایت د توقیفخونو رئیس محترم قاري محمدګل "جګرخون"، ازادۍ سلب پرځایونو د څار رئیس محترم داریوش مجددي او د پالېسۍ او مسلکي چارو معاونیت د دفتر امر محترم خلیل الله "بکتاش" یي هم ملتیا کوله، د کابل ولایت د مرکزي توقیفخونې د پایوازۍ بهیر له نږدې وارزاوه او په دې ترڅ کې یې لومړی له توقیفیانو سره وکتل، د هغوی خبرې او روا غوښتنې یې وارېدې او ورته د رسېدنې په موخه یې ژمنه وکړه.
داراز، یاد پلاوي د دغې توقیفخونې له پخلنځي او روغتیايي کلینیک څخه لیدنه وکړه او له مسوولینو سره یې د هغو د نظافت، پاکوالي او روغتیايي ښه کیفیت لرونکو خدماتو د وړاندې کولو په اړه بحث وکړ او په یادو برخو کې یې ورته لازمې سپارښتنې وکړې.
له مسوولینو سره تر خبرو اترو وروسته، د محترم قاري عبدالله "همدرد" په مشرۍ پلاوي د کابل ولایت مرکزي توقیفخونې ته له یوشمېر راغلیو پایوازانو سره له نږدې وکتل او هغوی هم د زندانونو چارو د سمون ادارې له مسوولینو څخه د دوی د تګ راتګ لپاره د نقلیه وسایطو د چمتو کولو، په توقیفخونه کې د شته پلورنځي او په کې له توقیفخونې څخه بهر د بازار په بیه د توکو پلورلو او نورو اسانتیاوو برابرولو په پار مننه وکړه.
په ورته وخت کې، د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال اړوند ملکي او امنیتي پرسونل ته لارښوونه وکړه، چې خپلو مسوولیتونو ته د جدي پاملرنې تر څنګ، له پایوازانو سره خپل چلند لا نور هم ښه کړي.

جمادي الثاني-۱۷/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۵۴
Background image

ولایتي خبرونه:( ننګرهار، فاریاب) د ننګرهار ولایت د  زندان په جامع جومات کې د زندان نظامي او ملکي پرسونل لپاره پيل شوې د تفسیر القران کریم دوره پای ته ورسېده

 ياده دوره چې د شعبان میاشتې په جریان کې پیل شوې وه، د قرآن کریم د تفسیر، ديني پوهاوي او فکري اصلاح په موخه ترسره کېده، پرتمینو مراسمو پرمهال او د اختتامیې د دعا په ویلو سره پای ته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۳۱
Background image

د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز (۹۹) تنه محجوزین له عفوې او تخفیفه برخمن شول

د ا.ا.ا. د سترې محکمې د عالي مقام په هدایت او د زندانونو چارو د سمون ادارې په همغږۍ او د اړوندو اورګانونو په ګډون د ټاکل شوي پلاوي له خوا د کوچني اختر په مناسبت د کابل ولایت د ماشومانو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۳:۲۳
Background image

ولایتي خبرونه: )ننګرهار، بامیان، هلمند( د ننګرهار، بامیان او هلمند ولایتونو د زندانونو (۱۵۳۸) تنه زندانیان له عفوې او تخفیفه برخمن شول

د ا.ا.ا. د سترې محکمې د عالي مقام په هدایت او د زندانونو چارو د سمون ادارې په همغږۍ او د اړوندو اورګانونو په ګډون د ټاکل شوي پلاوي له خوا د کوچني اختر  په مناسبت د ننګرهار، بامیان او. . .

BACK TO NEWS