د زندانونو چارو د سمون ادارې سرپرست او نظامي مرستیال د دې ادارې د مخابرې عمومي مدیر سره د مرکز او لایتونو زندانونو ترمنځ د اړيکو تأمینولو، همغږۍ او پرمختګ په موخه ناسته وکړله

news_admin
شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۵ - ۱۱:۴۷
نظامی

محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم "طارق" نن(شنبې) په خپل کاري دفتر کې د یادې ادارې د مخابرې عمومي مدیر محترم سمونوال قاري رحیم الله "ځدران" او  د دې مدیریت یو شمېر نظامي مسوولینو سره د دغې ناستې پرمهال نوموړو سره د نظامي برخې پرسونل ظرفیت لوړولو، د کارکوونکو انسجام او مدیریت، د چارو لا همغږۍ او اړوندو نورو مهمو مسایلو په اړه خبرې اترې وکړې.

په ورته وخت کې، محترم سمونوال قاري رحیم الله "ځدران" د یوه پرېزنټېشن په ترڅ کې د دې مدیریت د اهمیت، څرنګوالي، کړنو، دندو او موخو په اړه معلومات وړاندې کړل، چې د زندانونو چارو د سمون ادارې سرپرست او نظامي مرستیال یې له لیدو او اورېدو وروسته د رضایت په څرګندولو ټولو نظامي مسوولینو او پرسونل ته د اسلامي شریعت او د تقنیني اسنادو سره سم او پر وخت د ورسپارل شویو چارو د ترسره کولو سپارښتنه وکړه.

 

جمادي الثاني۱۵/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۲ - ۱۴:۷
Background image

ولایتي خبر(ننګرهار) د ننګرهارولایت په زندان کې د قرآنکريم د تفسير دوره پيل شوه

د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ په سپارښتنه، د یاد زندان مسوولینو په هڅو د ښوونیزو پروګرامونو پر دوام، د روژې مبارکې میاشتې را رسېدو په پار د یاد ولایت په زندان کې د قرآن عظيم. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۹ - ۹:۰
Background image

ولایتي خبرونه: (پکتیکا، کندز) د پکتیکا او کندز ولایتونو په زندانونو کې د قرآن کریم د ترجمې او تفسیر دورې پیل شوې

د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ په سپارښتنه، د پکتیکا او کندز ولایتونو په زندانونو کې د روژې مبارکې میاشتې د رارسېدو په پار د یادو زندانونو ملکي او نظامي کارکوونکو او زندانیانو ته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۸ - ۱۴:۳۳
Background image

ولایتي خبرونه: (جوزجان، غزني) د جوزجان ولایت د زندان له ښځینه محبوسینو او محجوزینو سره د اکتید موسسۍ له لورې د ژمنیو او حفظ الصحه توکو مرسته وشوه.

یاده مرسته، د زندانونو چارو د سمون ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست په هڅو، د دې ولایت د زندان د مسوولینو په همغږۍ او د اکتید موسسې له خوا وشوه، چې جمپر، صابون، شامپو،. . .

BACK TO NEWS