د زندانونو چارو د سمون ادارې سرپرست د توقیفیانو او پایوازانو لپاره یې د اسانتیاوو زیاتولو په موخه اړوند مسوولینو سره غونډه وکړله

news_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۰ - ۱۰:۵۲
پالیسی

د دغې ادارې سرپرست او د پالېسۍ او مسلکي مرستیال محترم الحاج محمدکاظم "طارق" په داسې حال کې، چې د یادې ادارې د مالي او اداري عمومي رئیس محترم مولوي عبدالهادي "مالي اخندزاده"، له عدلي او قضایي اورګانونو سره د اړیکو رئیس محترم مولوي عبدالله "حقیق"، د کابل ولایت د توقیفخونو رئیس محترم قاري محمد ګل "جګرخون"، د کورني تفتيش رئیس محترم مولوي فضل احمد "احمدي"، د ازادۍ پر سلب ځایونو د څار رئیس محترم داریوش "مجددي"، د شخصیتي دوسیو امر محترم ډاکټر سیداقا "موسوي نژاد"، د پالېسۍ او مسلکي چارو معاونیت د دفتر امر محترم خلیل الله "بکتاش"، د کابل ولایت د څرخي پله د مرکزي زندان ادارې مرستیال محترم مولوي حبیب ګل "مبارز" او د کابل ولایت د مرکزي زندان د امنیتي قطعې د ارکان رئیس مولوي حبیب الرحمان "رحماني" هم شتون درلود، د کابل ولایت د مرکزي توقیفخونې د توقیفیانو او پایوازانو د هغو ستونزو او روا غوښتنو په اړه خبرې اترې او د نظرونو تبادله وکړله، چې د وروستۍ ارزونو او لیدنو په ترڅ کې د هغوی له خوا ورسره شریکې شوې وې.

داراز، محترم الحاج محمدکاظم "طارق" د غونډې کډونوالو ته سپارښتنه وکړله، څو د یادو توقیفیانو او پایوازانو لپاره یې لا ښه خدمتونو او اسانتیاووې برابرې او د پایوازۍ په بهیر کې د یو شمېر شته ستونزو د حل په موخه اساسي حللارې پیدا او رغنده ګامونه پورته کړو.

همداشان، د نوموړې غونډې پرمهال، یو شمېر مسوولینو هم په اجنډا کې د شاملو یوشمېر نورو مسایلو په هکله خپل نظرونه تبادله کړل، چې د زندانونو چارو د سمون ادارې د سرپرست او د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال له خوا یې تر اورېدو وروسته، د شرعي اصولو او تقنیني اسنادو مطابق ‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍پرېکړې وشوې.

 

شوال المکرم ۱۱/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۳:۲۵
Background image

ولایتي خبر: (سرپل) د سرپل ولایت له زندان سره د اکتید موسسې له لورې د حفظ الصحې او اړتیا وړ توکو مرسته وشوه

یاده مرسته، د نوموړي ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په همکارۍ او د زندانونو چارو د سمون ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست سره په همغږۍ د اکتید موسسې له لورې (۱۰۰) تنو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۷ - ۱۵:۶
Background image

د پکتیا ولایت د زندان رئیس او مل پلاوي د دې ولایت د زرمت ولسوالۍ له توقیفخونې څخه ليدنه وکړله

د دغه ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبدالغني"عادل" او مل پلاوي د نوموړي ولایت د زرمت ولسوالۍ له توقیفخونې څخه د لیدنې پرمهال د یادې توقیفخونې له مسوولینو سره په اړوندو مسایلو خبرې اترې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۶ - ۱۰:۳۸
Background image

د کابل ولایت د څرخي پله مرکزي محبس کې د محبوسینو ترمنځ ولیبال سیالي ترسره شوه

 

دغه یوه ورځینۍ دوستانه سیالي د زندانونو چارو د سمون ادارې د ښوونې او بیا روزنې ریاست له لورې او د یاد زندان د مسوولینو په همکارۍ  د نوموړي محبس د پینځم او نهم بلاکونو د محبوسینو. . .

BACK TO NEWS